تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسنیو په اړه نظر پوښتنه
  تعلیم الاسلام
  January 18, 2016
  0

 

محترمو لوستونکو!


السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته و بعد :
 
تاسو پوهېږئ، چي کله ناکله پر سیاسي، اجتماعي، اقتصادي او یو شمېر نورو موضوعاتو د ځیني ادارو او رسنیو لخوا نظر پوښتنه کیږي. دغه ډول نظر پوښتني که څه هم د سیمي د ټولو وګړو نظر نسي انعکاس کولای خو بیا هم که د يوې معتمدي ادارې لخوا د انصاف په دائره کي په مستند ډول پر معیاري بنسټ انجام سي د سیمي د ټولو وګړو نظر پر قیاس کېدلای سي.
 
 د رسنیو په اړه به حتماً د ځینو بهرنیو موسساتو او داخلي ادارو لخوا نظر پوښتني سوي وي خو دا، چي په چا-  له چا څخه، د څه په اړه او  په څه ډول نظر پوښتنه سوې او پایله یې څه وه ؟ د دغو پنځو پوښتنو  جواب په هغو اړه لري.
 
په دې جمله کي د تعلیم الاسلام ادارې هم لازمه وګڼله، چي د رسنیو په اړه نظر پوښتنه وکړي؛ ترڅو د ټولو خلکو نظر ښه انعکاس کړای سي او د اټکل لپاره یې ښه مقیاس وګڼل سي. په دې نظر پوښتنه کي نظر ورکوونکي پر درو طبقو ووېشل سول:
 
لومړۍ طبقه: د سیمي د تعلیمي ادارو ( مدارس ، پوهنځۍ ،  لیسې او ښوونیز کورسونه)، تجارتي او قومي اتحادیو، تجارتي شرکتونو، مدني ټولنو، رسنیو، روغتونونو، بانکونو، دولتي، نادولتي او یو شمېر نورو ادارو مسئولین او لوړ رتبه اشخاص لکه رئیسان، معاونين، آمرين او مدیران تشکيلوي.
 
دوهمه طبقه: د ټولني علمي، قومي او مؤثر شخصیتونه .
 
دریمه طبقه: د بېلابیلو سیمو د مختلفو عمرونو او شغلونو لرونکي عادي افراد.
 
د کندهار، هلمند او ارزګان په ولایتونو کي د پورتنیو درو طبقو یو شمېر اشخاصو ته په لاندي څلورو پوښتنو مشتمله پاڼه وړاندي سوه. په پوښتنپاڼه کي د نظر ورکوونکي څخه هیله سوې وه، چي لومړی ځان معرفي کړي، وروسته پوښتنو ته په لیکلي ډول ځواب ورکړي او تر لاسلیک وروسته یې نظر ټولوونکي ته وسپاري.
 
لومړۍ پوښتنه: ستاسو په نظر د ټولني په اصلاح، عامه پوهاوي او تعلیمي ډګر کي کومي رسنۍ زیات مثبت رول لوبولی دی؟
 
دوهمه پوښتنه: ستاسو  د معلوماتو پر بنسټ کومه رسنۍ په ټولنه کي ډېر محبوبیت او زیات اورېدونکي لري؟
 
درېیمه پوښتنه: تاسو د خپلي کورنۍ غړي او خپلوان د کومي رسنۍ اورېدلو ته هڅوئ؟
 
څلورمه پوښتنه: ستاسو په نظر عام اولس د کومي رسنۍ د تجارتي اعلاناتو پر محتوا زیات  اعتماد  او باور کولای سي؟  
 
د نظر پوښتني نتیجه :
د نظر پوښتني د نتیجې او په پوښتنپاڼو کي د خلکو د څرګندونو څخه لاندي پايله لاس ته راځي:
 
الف: زموږ مسلمان اولس په خپله کورنۍ او ټولنه کي د دیني پوهي، اسلامي ثقافت او اصلاح غوښتونکی دی. د ژوند ارزښتناکه شېبې په هغو تفریحي خپرونو نه ضایع کوي کومي، چي کتل او اورېدل یې ګناه لري او هم یې د مقصودي کارونو څخه بوخت ساتي .
 
باء:  د ټولني هره طبقه د رسنیو څخه د اسلامي او افغاني ارزښتونو د درناوي غوښتونکي او د رسنیو څخه هیلي او توقعات لري، چي د ټولني د اصلاح، عامه پوهاوي او د ژوندانه په بېلابېلو ساحو کي د تقدیر وړ متنوع خپروني اورېدونکو، کتونکو او لوستونکو ته وړاندي کړي. په دې ډګر کي، چي هره رسنۍ په څونه اندازه ګټوره او مؤثره وي هغومره یې خوښوي او تقدیروي، اورېدلو ته یې لېواله وي او په زړه کي ځای ورکوي. 
 
جیم: اسلامي ټولنه هغه رسنۍ، چي د مسئولینو او چلوونکو د نه اهلیت له کبله یا په شعوري ډول د بیان د ازادۍ څخه په غلطه استفاده کولو په افغاني ټولنه کي کفري کلتور، فحشاء، د بې حیایي امراض او د اسلام ضد افکار خپروي  نه منلای او نه یې زغملای سي؛ بلکي سخته کرکه او نفرت ځني کوي.    
 
د نظر پوښتني په نتیجه کي د تجارتي اعلاناتو لپاره غوره رسنۍ: 
 
اقتصاد پوهان پر دې متفق دي، چي د تجارتي توکو او خدماتو د ترویج او بازار موندلو لپاره اعلانات زښت زیات رول لري. همدا اعلانات دي، چي مشتري د کور او کلي څخه د یوه ټاکلي شرکت او کمپنۍ د توکو رانیولو په نیت راباسي او د یوه هيواد تاجر د بل هيواد په لیري ښارونو کي په کوڅو کي دننه د یو شرکت دروازې ته دروي. تجارانو ته په تجربه ثابته سوې ده، چي د تجارتي شرکتونو لپاره د هغي رسنۍ اعلان ګټور تمامیږي، چي هم یې اورېدونکي زیات وي او هم یې په اعلان باور کيدلای سي.  د نظر پوښتني نتیجې څرګنده کړه، چي تعلیم الاسلام راډیو د اعلاناتو لپاره غوره رسنۍ ده؛ ځکه هم یې اورېدونکي زیات دي او هم یې اعلانونه خلکو ته د باور وړ دي. د تجارتي ګټي سربېره د دې شرکتونو لویه ګټه دا هم ده، چي هغوی په خپلو اعلاناتو د داسي رسنۍ اقتصادي ملاتړ کوي چي هغه عام ګټي غیر انتفاعي رسنۍ ده، د تعلیم، دعوت او د ټولني د اصلاح په ډګر کي یې کړي خدمتونه هر کس په کور، کلي او وطن کي مشاهده کوي. دا ټول داسي خدمات دي، چي اهل الخیر باید د صدقې په ډول مالونه پکښي وښندي. لهذا کوم شرکتونه، چي د تعلیم الاسلام راډیو لخوا تجارتي اعلانات خپروي هغوی د دنیوي ګټي تر څنګ د اولس زړونه او په صحیح نیت د الله جل جلاله رضا او ثواب هم لاس ته راوړي.
 
حساسي قضیې ته د چارواکو او اولس پام رااړول:
 
په ځینو رسنیو کي یو شمېر داسي کسان راڅرګندیږي، چي هغوی د دین په نامه داسي شیان بیانوي، چي د هغه د اثبات لپاره د خپل فاسد فکر او معلول مزاج څخه ماسېوا بل دلیل نسي وړاندي کولای. کومه رسنۍ، چي دا ډول کسان یې د رسنۍ پر مخ را څرګندیږي په لومړي قدم کي یې مسؤلیت هغوی ته راجع کیږي؛ ځکه هغوی به یا قصداً ددې کسانو په ذريعه دین تحریفوي اوعلماء به بد ناموي. یا به د اورېدونکو د جلب لپاره دیني خپرونه لازمه ګڼي خو مسؤلین به یې د عالم او جاهل تر منځ تمیز نسي کولای ځکه نو نا اهلو کسانو ته خپرونه سپاري، یا به د دغسي نااهل کس څخه ماسېوا بل څوک زړه نه ور ته ښه کوي؛ په دې صورت کي هم د رسنۍ مسئولین نسي معاف کېدلای؛ ځکه لکه څنګه چي د مسلکي ډاکټر په نه موجوديت کي عادي کسانو ته د زړه عملیات جواز نه پیدا کوي ځکه د نه علاج تر خطر په ناپوه طبیب د علاج کولو خطر ډېر زيات وي؛  دغه ډول پر منبر په جاهل کس دین بیانول د دین د تخریب مترادف عمل ګڼل کیږي. 
 
په ځیني رسنیو کي، چي علماء  کرام دیني خپرونو ته زړه نه ښه کوي یوه وجه یې ښایي خپله د رسنۍ د شکل او محتوا بد رنګي وي لکه څنګه، چي د مسجد پر منبر بيزو او بيزووان بد ښکاري دغه ډول د ډم او نڅا پر سټېج ديني عالم بد ښکاري خو بیا هم کېدلای سي او په کار ده، چي ځیني علماء د ضرورت پر اساس دې کار ته زړه ښه کړي؛ ځکه په بت خانه کي د توحید په آواز باطل ټوټه ټوټه کول جرم نه بلکي ابراهیمي عمل دی؛ خو په دې شرط، چي د بیان جلو یې د بې علمو يا هم د بې دينواشخاصو په لاس  کي نه وي او نه هم د عالم او دیني خپروني څخه داسي ناوړه ګټه پورته سي، چي تر خیر یې د شر پله درنه سي. حکومتي چارواکي او اړوندي دولتي ادارې لکه څنګه چي د خلکو د ژوند، صحت او صحیح درملني په خاطر غیر مسلکي کسانو ته قانوناً د کلینيک او روغتون پرانيستلو اجازه نه ورکوي او نه هم حیواني ډاکټران پرېږدي، چي د انسانانو عملیات او معالجه وکړي. دغه ډول هغوی شرعاً او قانوناً ستر مسؤلیت لري، چي د هغو کسانو او رسنیو مخه ونیسي کوم چي مخکي یې د خطرناکو کړنو یادونه وسوه؛ ځکه افغانستان یوه اسلامي ټولنه ده او د رسنیو دغه ډول کړني هيڅکله هم نسي زغملای. 
 
د ټولو رسنیو مسؤلینو، کارمندانو او د میډیا په ډګر کي فعالانو ته په کار ده، چي د خپل توان په اندازه په ټینګ عزیمت په ښه ابتکار د رسنیو بازار، چي اوس یې د موزیک سنټر شکل اختیارکړی دی، د موسیقۍ په الاتو او د فلانکۍ بي بي او فلانکۍ بي 
بي د نیمه بربنډو عکسونو او ږغونو په پلور کي سیالي پکښي روانه ده د دغي بد رنګي او په زهرو لړلي رسنۍ په شکل او محتوا کي د ابتکار په معمار او د همت په مټ اصلاح، معنوي بدلون او ښکلا راولي. 
 
و بالله التوفیق
اداره
 ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته