د قبر عذاب څه شي دئ؟
ژباړن: حافظ کفايت الله "عزيزي"/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ځيني مغروره او احمق کسان وايي که چيري د قبر عذاب دا وي نو موږ د دې څخه بالکل بېغمه يو، ځکه چي موږ د دنيا سره هيڅ علاقه نه لرو پر موږ باندي د دې اوسېدل او نه اوسېدل يو شى دئ، موږ وايو چي د ده دا دعوه د ده د عقل خلاف ده تر څو چي دى امتحان نه کړ ل سي د تصديق وړ نه ده.
د مثال په ډول: که چيري د دوي څخه د دوي دولت يو څوک غلا کړي او د دوي مرتبه او عزت و بل چا ته ورکول سي او د دوي مريدان د دوي څخه وگرځي او د دوي بدي بيان کړي او بيا که چيري د دوي پر زړه باندي هيڅ اثر و نه کړي او دى يې داسي وگڼي چي دا دولت زما نه د بل چا غلا سوى دئ او رتبه هم د بل چا کښته سوې ده او و ده ته اصلاً هيڅ غم نه وي نو د ده دا دعوه به هغه وخت صحيح وي او د ده عذر به قابل د اورېدو وي ترڅو چي داسي و نه کړي قابل د اورېدو نه دئ.
ده ته پکار دئ چي دولت د خپل ځانه څخه جلاکړي او د خپلي رتبې او مرتبې څخه دي وتښتېږي اوخپل ځان دي امتحان کړي نو ور باندي باور وکړي ځکه چي ډېر کسان دا گومان کوي چي موږ د ښځي او مينځي سره هيڅ کار نه لرو کله چي دوي طلاق ورکوي يا يوه مينځه را نه سي نو د ميني اور کوم چي د ده په زړه کي پټ دئ پورته کېږي او ليوني ځني جوړکړي، نوکوم څوک چي غواړي چي د قبر د عذاب څخه خلاص سي نو ده ته پکار ده چي د هيڅ شي سره علاقه و نه ساتي مگر د ضرورت په اندازه لکه و تشناب ته چي بېله ضروري حاجت هيڅوک هم هلته تلل نه خوښه وي دغه غواړي چي ژر د دې ځاى څخه ووزي نو پکار ده چي څنگه د تشناب څخه يوازي د ضرورت په اندازه کار اخلو دغه رکم د ډوډۍ لا لچ هم فقط د نس د مړېدو په نيت وخوري چي دا دواړه کارونه ضروري دئ او ټول کارونه بايدداسي وي،
نو که چيري زړه د دې د تعلق څخه څوک نه سي خالي کولاى نو پکار ده چي د عبادت او د الله (جل جلاله) د ذکر او د محبت په لوري مخه کړي او د الله تعالى ياد په خپل زړه کي داسي وغځوي چي دا دوستۍ او ذکر الهي د دنيا پر دوستۍ باندي غالب سي او په خپل زړه کي حجت او دليل د دې غلبې پر خپلو خواهشاتو باندي د شريعت تابعداري او د احکام الهي د پرځاى کولو سره وويني. که چيري د ده نفس دا قبوله کړي نو پوه دي سي چي د قبر د عذاب څخه خلاص سو کنې نو دى به خپل بدن د قبر په عذاب کي کښېږدي، مگر الله غفور الرحيم دئ که وغواړي عذاب هم ور کولاى سي اوبخښنه هم ورته کولاى سي .
ماخذ :د قبر د عذاب حقيقت
www.taleemulislam.net