خپل حالت څنګه معلوم کړو؟
لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عَنْ شُعَيْبِ بْنِ أَبِي سَعِيدٍ ، أَنَّ رَجُلاً قَالَ : يَا رَسُولَ اللهِ ، كَيْفَ لِي أَنْ أَعْلَمَ كَيْفَ أَنَا ؟ قَالَ : إِذَا رَأَيْتَ كُلَّمَا طَلَبْتَ شَيْئًا مِنْ أَمْرِ الْآخِرَةِ وَابْتَغَيْتَهُ يُسِّرَ لَكَ ، وَإِذَا أَرَدْتَ شَيْئًا مِنْ أَمْرِ الدُّنْيَا وَابْتَغَيْتَهُ عُسِّرَ عَلَيْكَ ، فَاعْلَمْ أَنَّكَ عَلَى حَالٍ حَسَنَةٍ . فَإِذَا رَأَيْتَ كُلَّمَا طَلَبْتَ شَيْئًا مِنْ أَمْرِ الْآخِرَةِ وَابْتَغَيْتَهُ عُسِّرَ عَلَيْكَ ، وَإِذَا طَلَبْتَ شَيْئًا مِنْ أَمْرِ الدُّنْيَا وَابْتَغَيْتَهُ يُسِّرَ لَكَ ، فَأَنْتَ عَلَى حَالٍ قَبِيحَةٍ.[الزهد لإبن مبارک87]
ژباړه: شعيب بن ابي سعيد وايي: يوه سړي د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي زه څنګه د ځان په حالت باندي پوه سم؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل:
کله چي تا د آخرت لپاره د يو کار مطالبه او غوښتنه وکړه هغه تاته آسانه سو او چي کله دي د دنيا لپاره د کار مطالبه او غوښتنه وکړه هغه تاته سخت سو نو پدې باندي پوه سه چي ته پر ښه او نيک حالت باندي يې، او کله چي دي د آخرت لپاره د يو کار مطالبه يا غوښتنه وکړه هغه درباندي سخت سو او چي د دنيا لپاره دي د يو کار مطالبه يا غوښتنه وکړه هغه درته آسانه سو نو پوه سه چي ته پر بد او ناوړه حالت باندي يې.
ماخذ : اسلامي مقالي
www.taleemulislam.net