تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسد څلرویشتمه؛ د فزیکي او فکري اشغال خاتمه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 13, 2024
  0

 لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د اسد څلرویشتمه؛ د افغانستان څخه د فزیکي او فکري اشغال خاتمه 

 

د اسد (۲۴) ورځ هغه ورځ ده چي باید د تاریخ په رنګېنو پاڼو کي د همیشه لپاره ولېکل سې، د اسد ۲۴ په تاریخ کي هغه ورځ ده چي افغانانو داسې استقلال او خپلواکي واخېستل چي مثال یې نسته او نه یې څوک سارۍ بیانولای سي. 


  و همدې ورځي ته د افغانانو قربانۍ او انتظار 


لکه څرنګه چي د څلویښت کلونو راهیسي په افغانستان کي فزیکي او فکري جګړه خورا اوږده او ګرمه روانه وه، خورا اوږده او د انسان د فکر څخه لیرې جګړه وه، دداسي جنګ مثال موږ نلرو، څومره تنکي تنکي، ښایسته، د لږ او ډیر عمر ځوانان مو له لاسه ورکړل، څومره پېغلي کونډیانې شوې، څه ډیر ماشومان یتیمان سول، څومره بې حده او نه شمېرونکي ښځې کونډي سوې، سبحان الله څومره زلمیو دلته بي درېغه او نه هيرېدونکي قربانۍ ورکړي، څه ښایسته بدنونه په اور لولپه سول، څومره میندو او خويندو دلته وژړل آن چي د ډېري ژړا له لاسه یې د سترګو اوښکي نوري وچي سوي، په څه ستونزو، مشکلاتو او غمونو کي مو دا څلویښت کاله ژوند تیر کړی، امریکا، غربیانو او د هغوی پلویانو په افغانستان کي څه وکړل، زموږ د اخوة او وحدة کور افغانستان یې راڅخه ټوټې ټوټې او په ډېرو کورونو بدل کی، دلته دومره جګړې او خطرونه وه آن چي ډېرۍ بي ګناه مسمانان هم ولاړل، حتی د چاچي فقط عقېده د مسلمان وه هغوی هم سخت آزار سول، سخت و ځپل سول، دومره وږده جګړه وه چي د افغانستان خلکو به خپل عبادتونه لا په سمه توګه نسو آداء کولای.


خو پدې لا بسنه نوه سوې، بلکي د فزیکي جنګ تر څنګ دلته فکري جګړه هم شروع وه، دلته زموږ ډېرۍ ځوانان د فکري جګړې په سبب، پدې سبب چي دلته امریکا او غرب خپل غربي او پردۍ کلتور، فرهنګ او فکر خپل کړی وو ډېرۍ ځوانان ورسره همکار سول، د ډېرو ځونانو فکرونه او فرهنګ یې بدل کړل، زموږ د ډېرو خوېندو هغه اسلامي او افغاني فرهنګ یې ورڅخه بدل کړل.


دلته خورا فکري جکړه د غرب له لوري په ښه ګرمو صحنو سره روانه وه، دلته زموږ د مسلمانو خوېندو حجاب او عفت تر پښو لاندي سو، زموږ مسلمانانې خویندي بې حجابه سوې، بې پردې سوې آن تردې پوري چي زموږ کورونه هم د غربیانو د اذیت او آزار څخه په امن کي نه وه، هر چا په خپل کورکي د خطر احساس کوی، بالآخره داسي کړاوونه او مشکلات وه چي حل کيدل او د مینځه تلل یې ستونزمن کار وو، خوبیا هم د الله جل جلاله په توفیق سره او د افغانانو په ډېرو بي درېغه قربانیو باندې د ۵۲ هیوادونو ټغر ټول سو، مات سول او پردی فکر یې هم د افغانستان څخه ووتۍ.


 د اسد څلرویشتمه د افغانانو لپاره څنګه ورځ ده


1 د اسد ۲۴ د ټولو مسلمانانو بیا په خاصه توګه د افغانانو لپاره داسي د خوشحالۍ او نیکمرغۍ ورځ ده چي تاریخ داسې ورځ نده ثبت کړې؛ 
۲ - پدې ورځ مسلمانانو او افغان ولس خپله کامله آزادې او کامل استقلال تر لاسه کی؛


۳ - پدې ورځ کي مسلمانان کامیابه سول، بریالي او خپلواکي یې ترلاسه کړل، خپل هیواد او خپله پلرنۍ خاوره یې مستقله کړل او د غرب له اشغال څخه یې پاکه کړه؛


۴ - پدې ورځ امریکا او د هغه پلویان ناکامه او امېدونه یې له خاورو سره خاورې سول، پدې ورځ باندي الله جل جلاله امریکا او د دوی پلویان وشرمول او د افغانستان څخه یې ذلیله و اېستل او ټوله نړۍ ته یې شرمنده کړل؛


۵ - پدې ورځ کي د امریکا اشغال د کابل پلازمینې څخه شرمېدلي، ذلیله او خوار ووتل؛


۶- پدې ورځ کي د افغانانو د څلویښت کلن جنګ پایله او نتیجه وه چي مسلمانان کامیابه سول او غرب له خپل مغرور طاقت سره مات او وشرمېدی؛

 

 د اسد (۲۴) د فکرې اشغال د خاتمې ورځ 


په افغانستان کي ددې تر څنګ چي فزیکي جنګ او اشغال پای ته ورسېدی همداشان د امریکا او غرب په وتلو او شړلو سره د افغانستان څخه فکري اشغال هم پر ختمېدو سو، ځکه چي کله هغه کسان ولاړل او ختم سول چي هغوی غوښتل چي پردی فکر په افغانستان کي خپور کړې نو د دوی د تلو سره تر ډېره حده فکرې اشغال هم ختم سو او نور په افغانستان کي اسلامې، شرعي او افغانې فکر، فرهنګ او کلتور خپور او خپل سو.


 د اسد پر (۲۴) باید مسلمانان څه وکړي 


دا ورځ باید مسلمانان بیا په ځانګړې توګه افغانان د تل لپاره په تاریخ کي ولیکي او باید هېر نسي، دا ورځ باید مسلمانان ولمانځلې او ددې ورځي تاریخ هېر نکړي.  


مسلمانان باید دا ورځ د ځانونو لپاره د افتخار او ویاړ ورځ وبولي، ځکه دا د افغانانو د کامیابۍ او پر ۵۲ هیوادونو د بریالې کيدلو ورځ ده، مسمانان باید ددې ورځي ساتنه وکړي، ددې ورځي د ساتلو لپاره باید داسي قربانۍ ورکړي لکه څرنګه چي یې څلویښت کاله قربانۍ ورکړي وې، باید ودې ورځي ته په کتلو سره مسلمانان نور هم د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره کوښښ او زحمت وباسي، قربانۍ ورکړي او ددې ستر او عظیم نعمت اسلامي نظام ساتني ته ژمن وي، مسلمانان باید ددې ورځي تاریخ ساتل او ددې ورځي لمانځل دومره ترسره کړي چي د ټوله نړۍ څخه دا ورځ له یاده ونه وځي.


په آخره کي ټولو مسلمانانو او افغانانو ته ددې عظیمې ورځي مبارکي وایم، الله جل جلاله دي دا اسلامي نظام دائم، قائم او همیشه کامیابه ولري او الله جل جلاله دې زموږ له سر څخه ددې نظام سایه نه زواله وې. آمین یارب العلمین.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته