لیکنه: بشیر احمد بشارت
د هر هنر لپاره کره کتنه يو اساسي ضرورت دی بالخصوص د شعر لپاره. پوهان وايي: په کومه ورځ، چي هنر زېږيدلی دی تر څنګ يې نقد هم سترګي غړولي دي؛ دا په دې معنی، چي نقد د هنر لپاره مهم عنصر دی او بايد د هنر سره همجهته او موازي ولاړ سي؛ ځکه، چي هر هنر په تېره بيا د شعر مسير د کاږه تګ څخه ژغوري او د ځنګلي ونو په څېر به خپلي څانګي هري خواته نه اوږدوي، مګر د دوندي اهميت تر څنګ بد بختانه تر اوسه پوري موږ د کره کتني کلتور نه دی خپل کړی، لا تر اوسه په کرکجن نظر ورته ګورو او هر نقاد د ځان او هنر دښمن ګڼو.همدا سبب دی، چي زموږ د هنر اکثره برخي پيکه دي. زموږ په اکثرو ادبي غونډو کي، چي پر شعر کتنه کيږي د نظر خاوندان خپل نظرونه څرګندوي، هر يو دا حق لري، چي خپل نظر د موجوده شعر په اړه څرګند کړي؛ خو کله، چي د کره کتني په وروستۍ برخه کي د شعر خاوند ته د دفاع لپاره بلنه ورکړه سي نو دومره جدي غبرګون وښيي، چي ته به وايي نقادانو د نقد پر ځای د قصاب چاړه د ده د شعر پر مغزي ور ايښې ده.
موږ دا منو، چي ځيني کسان منفي نظرونه وړاندي کوي او شاعر د مايوسۍ کندي ته غورځوي، داسي کسان هم سته، چي د شاعر بې ځايه مدح کي دوندي افراط کوي، چي د هغه خوارکي څخه لاره اوګودر ورک کړي، داسي کسان هم لرو، چي تور ته تور او سپين ته سپين وايي او هر وخت اعتدال ساتي.
ددې تر څنګ شاعر هم دا اختيار لري کوم څه، چي دده په فکر دده شعر ته ژوند او ښايست ورکوي له هغوڅخه د شعر جامه جوړه کړي.
يو څه موده مخکي د يوې کره کتني شاهد وم، چي برخوالو رنګا رنګ نظرونه درلودل، کله، چي د شاعر د خبرو وخت سو، نو هغه خپل دفاعي سنګر دومره ټينګ کړی وو، چي هيڅ راز د نقد تېشې کار نه و پر کړی. د يوه نقاد په جواب کي يې په احساساتو د خوشحال بابا يو بيت د بېلګي په ډول وړاندي کړی، چي دده په خبره په نيم بيت کي يې زلفي او رخسار ذکر سوي دي او په بل نيم بيت کي يې د توري د ګوزار او مرګ يادونه سوې ده. دده بيلګه هم دده د د فاع لپاره کمزوري وه حال دا، چي دواړه نيم بيتو يوه معنی درلوده مګر په بيلو عبارتونو.
زموږ د شعر هنر به هغه وخت لوستونکي ولري، چي کره کتنه د يو ضرورت په حيث ومنو.