ژباړه: سمیع الله درانی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ذهانت
ذهانت یو داسي شی دئ، چي انسان ته خاص د اللهﷻ له طرفه ورکول سوی وي. انسان په دې ذهانت کي پرمختګ هم کولای سي. یعني که انسان دغه ذهن سم استعمال کړي، نور هم تېزیږي. د ذهن په باره کي بعضي غلطي خبري هم د خلکو پر خولو دي. څوک وایي دا ذهن یو میراثي شی دئ. بعضي وایي، چي نارینه تر ښځو، تعلیم یافته تر عوامو، شتمن تر غریبانو، بازاري خلک تر صحرایانو، لوړ قوم او نسل والا تر کښته نسل او قوم والا، سپین پوستي تر تور پوستو او د مغربي دنیا خلک تر مشرقي دنیا تر خلکو ذهین دي. خو دا تصورات ټوله غلط دي.
حقیقت خبره داسي ده، چي نارینه وو ته شتمنو ته، بازاري خلکو ته، لوړ نسل والا ته، سپین پوستو ته، د مغربي دنیا خلکو ته په دنیا کي د خپلو صلاحیتو او استعدادو د استعمال موقع ډېره ملاو سوې ده؛ خو د دې برعکس ښځو ته، غریبانو ته، صحرایانو ته، په دنیا کي موقع نه ده ور کول سوې، چي دوی خپل صلاحیت ښکاره کړي. چي هر وار دوی ته موقع ورکول سوې ده، دوی نوم او نښان جوړ کړ دئ. تاسو کولای سی، چي په انټرنیټ کي خپل ذهانت معلوم کړي. د ذهانت د استعمال وړ جوړولو لپاره ډېري طریقې دي، مثلاً علمي سطحه لوړه کړې، د علم د ډېروالي سره ذهن خپله تېزیږي، پرمختګ کوي، د ذهني استعداد د پیاوړتیا لپاره په هره زمانه کي مناسبه لوبي او طریقې ایجاد کړل سوي دي. په هر فن کي د ذهن د پیاوړتیا ترتیبونه سته. مثلاً مخکیني طالب العلمانو به د ذهن د تېزوالي لپاره د منطقو د فن کتابونه ویل، چي بیا به ذهن نور هم تېز ساتي.
نو اوس هم هر مور او پلار ته په کار ده، چي خپلو اولادو ته د داسي لوبي او مضامینو ترغیب ورکړي، چي په هغه سره په ماشوم کي د تجربې سره سره د تجزيې استعداد هم پیدا سي. کوم خلک، چي د دنیا سره تعلق نه ساتي، د هغو استعدادونه پټ دي؛ خو چي د دنیا د خلکو سره تعلق ساتي، د هغو صلاحیتونه او تجربې نوري هم ډېریږي، پرمختګ کوي. ښکاره خبره کوم ماشومان، چي د پلار مقابل تربیت غواړي، هغوی عموماً ذهین وي.
نو که غواړئ چي تاسو ته الله دغه د ذهن نعمت در کړی دئ، د هغه شکر ادا کړئ. نو دا ذهن د دین په کارو کي مصرف کړئ او په خپل غور او فکر سره د الله معرفت حاصل کړئ.
www.taleemulislam.net