تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله تعالى د پېرزوينو وړ کسان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 5, 2024
  0

لیکنه: محمد نبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د الله تعالى د پېرزوينو وړ کسان


څوک چي پر ښو امر او  له منكر څخه مخنیوی کوي،  لمونځ قائموي،  زكات وركوي،  د الله او د هغه د پيغمبر اطاعت كوي، په خپل لمانځه كي خشوع كوي، له بېهوده او خوشي كارونو ځان ساتي؛ زکات ورکوي؛ خپل عورتونه ساتي؛  او.... د الله جل جلاله د رحم او پير زویني وړ کسان دئ، پر دغو کسانو به الله جل جلاله هم رحم کوي او هم پیرزوینه، لکه څنګه چي فرمايي: 


وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ. (سورت، التوبه: ایة، ۷۱) 


ژباړه: او باايمانه نارينه او باايمانه ښځي؛ ځيني ئې د ځينو نورو دوستان دي، پر معروف امر كوي، له منكر څخه منع، لمونځ قائموي، زكات وركوي او د الله او د هغه د پيغمبر اطاعت كوي، همدا كسان دي چي ډېر ژر به الله پر دوى رحم وكړي، يقيناً چي الله باحكمت عزتمن دئ. 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته