تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درې ډلي خلک چي مرسته یې پر الله جل جلاله حق ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 4, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


   درې ډلي خلک چي مرسته یې پر الله جل جلاله حق ده 

 

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: درې نفره دې چې پر الله جل جلاله باندي د دوی کمک او مرسته کول حق دي، مجاهد چي د الله جل جلاله په لاره کې جهاد کوي، هغه مریي چي اراده د ادا کولو د مال د خپل بادار لري او هغه نکاح کوونکی چي اراده د پاکۍ لري. (سنن الترمذي)


تشریح: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: درې ډلي خلک دي چي د دوی کومک او مرسته پر الله جل جلاله باندي حق ده یعني د الله جل جلاله له طرف څخه پر خپل ځان دواجب ده چي ددغه درو ډلو کومک وکړي، د دوی کارونه ورته آسانه کړي او ددغه کارونو د کولو توفیق ورکړي.


۱ - مجاهد فی سبیل الله: هغه مجاهد چي په خپل سلاح سره لپاره د خپرولو او نشرولو د کلمة الله، جنګېږي، د الله جل جلاله د رضا د لاسته راوړلو او ددې لپاره چنګېږي چي په مځکه کې یواځې د الله جل جلاله دین وچلېږي، یواځي د الله جل جلاله د دین احکام جاري سي او د مځکي څخه فساد ورک سي او مځکه د فساد څخه پاکه سي، ددغه کسانو مرسته او مدد الله جل جلاله هرو مرو کوي او کامیابه کوي يې، ددوی لپاره کومک دادی چي ددوی د جهاد اسباب لکه سلاح او داسي نور شیان دا ورته آسانه کیږي، کامیابي، فتحه او بریاوي به یې په برخه کېږي.


۲ - مکاتب: هغه غلام دی چي دی د خپل ځان د آزادولو لپاره و خپل بادار ته هغه څه مال برابروي چي دوی پر هغه باندي موافقه سره کړې ده، ددغسي کس الله جل جلاله مرسته او مدد کوي او د بادار یې چي کوم پور ورباندي دی، هغه ورته اداء کوي او د اداء کولو توفیق ورکوي او الله جل جلاله به دغه اداء کول و دته آسانه کړي.


۳ - نکاح: هغه نکاح کوونکی شخص چي اراده د پاکۍ ولري، یعني هغه کس چي دی اراده لري چي ازدواج وکړي ددي لپاره چي خپل ځان د زنا او نورو بد عملونو څخه وساتي، دا کس ددې لپاره نکاح کوي چي د الله جل جلاله د نواهیو څخه ځان وساتي او هغه څه ته لاس ور وانه چوې چي هغه ورته ناجائز او ناروا دي، نو ددغه کسانو نصرت او کومک به الله جل جلاله کوي او د دوی د نکاح ولورونه به ورته په ډېري آسانۍ سره اداء کوي.


او دغه درې پدې خاطر خاص سوې ځکه چي دغه کارونه ډېر سخت او ستړي کوونکې دي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته