تألیف: خیریه حسین طه صابر
ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
مور او د مسلمان ماشوم روزنه
(درېیمه برخه)
ښځه د آسماني رسالتونو په زمانه کي
په اسلام کي د ښځي منزلت او عزت
ومو لیدل چي په پخوانیو جاهلي ټولنو کي ښځه د ټولني د بدمرغۍ لامل بلل کيده، ټول حقوق یې ورنه سلب شوي وو او په سپکه ورته کتل کيدل، دا مو هم ولیدل چي قرآنکریم دا حقیقت او واقعیت په ډاګه کړی چي يو شمېر ښځو په همغو زمانو کي هم ډېر مهم او مثبت رول لوبولی او د توحید او حق د اثبات په لار کي یې ستره ونډه درلودلې ده.
اسلام د دې له پاره راغلی چي ظلم له منځه یوسي او هغه تیارې ختمي کړي چي ښځه یې په خپل تور پیڅول کي پټه کړې وه، اسلام چي راغی ښځي ته یې عزت ورکړ، د حقارت او ذلت له کندې یې د خپل شان وړ مقام ته اوچته کړه، د مور په توګه یې د هر ډول قدر او احترام وړ وبلله، د ښځي په توګه یې د نرمۍ او غوره کړني وړ وګرځوله او د لور په توګه یې د داسي شفقت حق ورکړ، چي د نجات وسیله ګرځي، رسول صل الله علیه وسلم فرمایي: «مَنْ ابْتُلِيَ مِنْ الْبَنَاتِ بِشَيءٍ فأحْسَنَ إلَيْهِنَّ كُنَّ له سِتْرًا مِنَ النَّارِ» (رواه مسلم، کتاب البر، باب فصل الاحسان الی البنات، ج ۲، ص ۴۴۶ ).
ترجمه:څوک چي د لوڼو له امتحان سره مخ شو، روزنه، پالنه یې ور دې غاړې شوه، بیا یې له هغوی (لوڼو) سره نیکي وکړه؛ سمې یې وپاللې او وروزلې، همدا لوڼي به یې له اوره د ساتني پرده او وسیله شي.
اسلام د وحشي جاهلیت تیارې رڼا کړې د ښځي له سره یې هر ډول ظلم او ناروا ختمه کړه او دا یې اعلان کړه چي ښځه د انساني وجود هغه اساسي برخه ده چي د ټولنو په ترقۍ، سالمیت او یووالي کي مهم رول لري. الله تعالی ښځي ته عزت ورکړی، د لوړ منزلت درلودونکي يې بللې، په ډير شمېر مبارکو آیتونو کي یې د ښځي پر هغه انساني مساوات او برابرۍ ټینګار کړی چي جاهلانه او ظالمانه تصوراتو ورنه اخستی و، الله تعالی ښځه او نارینه یو شان او برابر شمېري فرمایي: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ» ( النساء: ۱ ).
ترجمه: [اې خلکو! له خپل هغه رب ووېرېږئ چي له یوه نفس یې را پیدا کړی].
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «إنَّما النِّساءُ شقائقُ الرِّجالِ» (رواه احمد و ابوداود، تحقیق ناصرالدین الالباني صحیح الجامع الصغیر، ج 2، ص ۲۸۱. ترجمه: بېشکه چي ښځي د نارینه وو برابري دي؛ دواړه داسي سره برابر دي لکه د یوې تنې دوې برخي.
نو ویلی شو مخکي له دې چي د «ماکون» ټولنه د ښځي انسانیت ومني او په انسانیت کي یې له نارینه سره برابره وشميري، اسلام له دې ډېر وړاندي ښځه او نارینه د انساني وجود دوې سره برابرې برخي شمېرلي او د ښځي په اړه یې ټولې جاهلانه او ظالمانه نظریې او تصورات باطل شمېرلي او دا یې هم دروغ بللي چي ګویا آدم علیه السلام یوازي د حواء د ګناه په سبب له جنته ایستل شوی، الله تعالی فرمایي: «فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ» ( البقره: ۳۶ ). ترجمه: [خو شیطان له هغه وښویول او له هغه څه یې وایستل چي په کي ول].
قرآنکریم په یو شمېر آیتونو کي دا څرګنده کړې چي آدم علیه السلام له حواء مخکي د شیطان د وسوسې ښکار شو او لومړی آدم علیه السلام د ګناه مرتکب شو، قرآنکریم فرمایي: «وَعَصَى آدَمُ رَبَّهُ فَغَوَى» (طه: ۱۲۱) ترجمه:[او آدم له خپل رب سرغړاوی وکړ نو (له سمي لاري) یې تېروتنه وکړه].
پر دې سربېره قرآنکریم یوه بله قاعده هم ایښې ده چي له مخي يې ښځه د نارینه په څېر د هغې ګناه مسؤوله نه شمېري چي د انسانانو مور (حواء) کړې وه، الله عزوجل فرمایي: «تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ وَلاَ تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ» ( البقره: ۱۳۴ ). ترجمه: [دا خو یوه ډله ده چي تېره شوې، دوی ته به خپله لاسته راوړنه وي او تاسو ته خپله لاسته راوړنه او تاسو به د دوی له کړنو نه پوښتل کيږی].
همدارنګه د الله تعالی دا قول چي فرمايي: «وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى» ( الأنعام: ۱۶۴ ). ترجمه:[او هېڅ په شا کوونکی د بل بار نه په شا کوي].
دا هم څرګنده ده چي اسلام د اعمالو په بدله یا سزا او جزاء کي ښځه او نارینه یو شان او برابر کړي دي. هر څوک؛ ښځه وي که نارینه چي صالح اعمال وکړي د جنت وړ بلل کيږي او که بد او ناوړه اعمال وکړي سزا ویني، ښځه وي که نارینه؛ الله تعالی فرمایي: «مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ» ( النحل: ۹۷ ).
ترجمه: [چا چي نېک کار وکړ، که نارینه وي او که ښځه، خو چي هغه مؤمن وي، نو پاکیزه ژوندون ور په برخه کړو او د دوی د هغه غوره عمل له مخي به بدله ورکړو چي کاوو یې].
اسلام په عربي ټولنه کي خور، مروج دا ناوړه دود او عادت هم له منځه یووړ چي لور پیدا کيدل به یې بد او د شرم وړ ګڼل، په دې هکله الله تعالی داسې لارښوونه کوي: «وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ۵۸ يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلاَ سَاء مَا يَحْكُمُونَ» (النحل: ۵۸ - ۵۹) ترجمه:[او چي کله یې کوم یوه ته یې د نجلۍ (د زیږېدو) زیری ورکړی شي، نو مخ یې تک تور شي په داسي حال کي چي غمونه به زغمي. د دې بد زیري له کبله به له قوم پټېږي، (او وایي:) آیا په سپکاوي سره یې وساتي او که تر خاورو لاندې یې کړي!! څومره بده ده هغه پرېکړه چي دوی یې کوي].
اسلام دا جاهلانه دود باطل اعلان کړ او د له منځه وړلو له پاره یې یوه لاره دا وه چي د لوڼو پالونکو ته یې د سترو معنوي انعامونو وعده ورکړه؛ رسول الله صلی الله علیه سلم وفرمایل: «مَنْ ابْتُلِيَ مِنْ هذه البنَاتِ بِشَيءٍ فأَحْسَن إِلَيهِنَّ، كُنَّ لَهُ سِتْرًا مِن النَّار»: څوک چي د دې نجونو له ازمېښت سره مخ شو، وتوانېد نیکي ورسره وکړي، همدا نجونې به یې له اوره د ساتنې پرده او وسیله شي. (رواه مسلم).
نوربیا...
www.taleemulislam.net