تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شوقي و اوسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 4, 2024
  0

لیکوال: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


شوقي و اوسه


د بریالي، ښه او ښایسته ژوند لپاره په ځان کي ځیني شوقونه او داسي خویونه را پیدا کړه چي تاته هره ورځ خوشحالي در وبخښي، ښه ډېره انرژي درکړي او ژوند دي په خوښیو در مالا مال کړي. بیخي کوچني کوچني کارونه انسان پر حرکت راولي، تا نه پرېږدي چي وخت ضایع کړې، تا له ماتېدو څخه را ګرځوي او بلاخره ستا پر خوله مسکا غوړوي.


د کومو شوقونو څخه چي زه دلته بحث کوم دا به خامخا ستا اړیکه له الله تعالی سره نوره هم ټینګه کړي، په ټولنه کي به عزت او شهرت در وبخښي، زړه به دي سکون و مومي او تر ټولو اړینه دا چي د سهار راپورته کېدو سره به ته خامخا د ځان لپاره کار او مسؤلیت لرې. 


لومړۍ شوق. د الله تعالی سره د نږدې کېدو او اړیکي شوق په زړه کي پیدا کړه 

 

دا شوق به تا د قرآن کریم و تلاوت ته مجبور کړي، زیات ذکر ته به تشویق سې، له خیانت او درغلی څخه به لیري سې، حسد ته به رخصت ورکړې، د رسول الله سره به دي مینه را پیدا سي، د تهجد د لمانځه توفیق به پیدا کړې او ستا دروني انسان به د الله تعالی په مینه او شوق کي غرق سي. بیا به ته پر سجده خوند اخلې، بیا به ستا لمونځ اوږد وي، بیا به ستا دم او قدم ټول د الله لپاره وي. دا شوق هغه تیل دي چي تاته به هره ورځ انرژي درکوي، سکون به در بخښي او د لوی الله په وړاندي و سر ټيټېدو ته به دي زړه کېږي. 


دوهم شوق. د مسلکي کېدو او علم حاصلولو شوق خامخا و پاله

 

هره ورځ زده کړه وکړه، د علماؤ او پوهانو په مجلسونو کي کښېنه، د هغوی له علم څخه ګټه پورته کړه، د خپل مسلک د ماهرینو لاس ونیسه او بیخي زیات شیان زده کړه. چي لږ هم فارغه سوې نو و مطالعې ته وخت ورکړه، د مشرانو څخه د هغوی د بریا او ناکامۍ تجربې زده کړه او د ژوند په دې اوږده مزل کي و منزل ته د رسېدو لپاره د مسلکیتوب پر شوق خوند واخله.


درېیم شوق: د خلکو د لاس نیوي شوق خامخا ولره

 

که ته پر ځمکه والا مهربانه سوې، نو اسمانونو والا به پر تا مهربانه سي. که دي وسه وه نو نېستمونو ته د اړتیا شیان ورکړه، که دومره وسه هم نه لرې، نو لږ تر لږه خو یوې پیشي ته یو ټوټه غوړه ډوډۍ واچوه، یا اوبه ورته کښېږده، یا د هوا مرغانو ته د یو څو افغانو دانه و پاشه. زموږ رب جل شانه خورا لوی او بیخي زیات مهربانه دئ ته څه خبر یې که د یوې مرغۍ په مړولو سره په جنت کي درته ښایسته کور درکړل سو. د اخروي ګټي او د الله تعالی د راضي کولو ترڅنګ خیرات او صدقه هغه څه دي چي و انسان ته سکون ورکوي، عمر کي اوږدوالی او په رزق، کاروبار او اولادونو کي برکت راولي.


څلورم د پیسو ګټلو شوق

 

 د هري ورځي د سبا کولو لپاره خامخا و پیسو ته اړتیا سته، موږ بابېزه نه یو خلق کړل سوي. اسلام د رهبانیت دین نه دئ او نه مسلمان ته ښایي چي یوازي دي وخت په خلوت کي تېر کړي او د دنیا او پیسو سره دي بیخي اړیکه وشکوي. اسلام ټولنیز دین دئ، په حلاله طریقه پیسې وګټه، واده وکړه، کورنۍ ته وخت ورکړه، غوره کاروبار وکړه، خو په ټولو حالتونو کي خپل یکي یوازي خالق له یاده مه باسه، ټول امرونه ئې و منه او له نواهیو څخه ئې ځان وساته او د هغه رب العلمین په خوښه ژوند وکړه، نو هم به دي دنیا ګټلې وي او هم اخرت. د پیسو ګټلو د شوق پاللو لپاره پر هغه مهارتونو باندي کار وکړه، چي په مټ ئې ته پیسې ګټلای سې، ځان تکړه کړه او د حلال کاروبار و میدان ته را ودانګه. فکر دي وي چي دا یوه تېروتنه در څخه و نه سي: خلک پیسې ګټلای سي، خو ساتلی یې نه سي، اسلام موږ له اصراف څخه منعه کوي، نو بیخي ډېر کوښښ وکړه چي هم ګټل او هم سپمول زده کړې او د الله حق زکات، د نېستمونو برخه او د دوستانو لپاره یو څه خامخا په نظر کي ونیسه، بیا به برکت هم ووینې. ان شاء الله.


پنځم شوق. د روحي سکون او خاموشی شوق

 

خوشحالي خامخا له دباندي څخه نه راځي، بلکي زیات وخت خوشحالي، سکون او ارام د انسان په درون کي را پیدا کېږي. پورته ټول لاري که دي عملي کولې نو بیا به خامخا روحي سکون پیدا کوې، ځکه ته د الله تعالی سره اړیکه پالې، ځان مسلکي کوې، پیسې ګټې او د الله د بنده ګانو مرسته کوې، نو خامخا به ستا دروني انسان ارام او سکون مومي، خو د سکون لپاره یو شی خاموشي ده، تر ډېره کوښښ وکړه چي خاموشه پاته سې، زیاتي خبري و نه کړې، بلکي اورېدل زیات وکړې. خاموشه انسانان له پښېمانۍ څخه زیات وخت خلاص وي.


باوري یم، چي دا شوقونه به خامخا ستاسو و ژوند ته بیخي لوی څه در وبخښي او ستاسو سره به په خوندور ژوند لرلو کي ښه پوره پوره مرسته کوي.


اوږد او خوشحاله ژوند مو نصیب سه! آمین

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته