تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- موږ ولي رفع اليدين نه کوو؟
 
  February 21, 2012
  0

 سوال: په مسلم او بخاري کښي خو ذکر سوي دي چي محمد  صلی الله عليه وسلم   رفع اليدين کول یعني د رکوع ته د تللو او د رکوع څخه د راپورته کېدلو په وخت کي . نو موږ احناف ولي دا نه کوو؟ که چيري دا زموږ په مذهب کي نه وي نو ايا زمونږ مذهب د محمد صلی الله عليه وسلم  د طريقې څخه مخالف دئ؟ که چيري جواب د قران شريف او حديث شريف په رڼا کښي راته راکړي ډېر به خوښ سو ؟ 


د سوال کونکي نوم:  عبدالسميع 

جواب : د اسلام په مقدس دين کي بې شمېره دا ډول فروعي مسايل سته چي د مختلفو دلايلو او د هغو دلايلو څخه د استدلال کولو پر بنسټ په هغو کي نه يوازي د متبوعه مذاهبو بلکي د صحابه کرامو  رضي الله عنهم  د زمانې څخه اختلاف موجود دئ . 

 په فروعي مسايلو کي د دلايلو پر بنسټ اختلاف پاک رسول  صلی الله عليه وسلم  د دې امت  له پاره رحمت بللئ دئ، ښکاره خبره ده چي د قراني آيتونو او د نبوي احاديثو علمي تحقيق او څېړنه ډېر ستر د قدر وړ او د ثواب کار دئ د همدې ستر کار لوى لامل د علماوو اجتهادي اختلاف دئ . ډېر داسي دلايل سته چي څوک يو حکم ځني فهموي او څوک بيا بل حکم ځني فهموي يو مجتهد چي د قراني آيت او نبوي حديث څخه هغه څه وفهموي، چي د الله او د الله د رسول هم هغه مراد وي هغه ته دوه ثوابونه ورکول کيږي يو د اجتهاد يعني د علمي څيړني د ستړيا ګاللو او بل و الهي او نبوي مراد ته د رسېدلو ، ځکه رسول الله فرمايلي دي : عَنْ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِذَا حَكَمَ الْحَاكِمُ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَصَابَ فَلَهُ أَجْرَانِ وَإِذَا حَكَمَ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَخْطَأَ فَلَهُ أَجْرٌ ( متفق عليه )

 ژباړه : څه مهال چي حاکم پريکړه کوي د واقعيت په معلومولو کي خپل توان وښندي او بيا پرېکړه د واقعيت مطابق وکړي هغه لره دوه ثوابونه دي او که توان وښندي خو خطا سي يعني څه چي دته د خپل اجتهاد په نتيجه کي څرګند سي خو واقعيت هغسي نه وي نو هغه لره يو ثواب دئ د اجتهادي اختلاف د پيژندني د پاره ښکاره مثال دا دئ  : 
عَنْ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمَ الْأَحْزَابِ لَا يُصَلِّيَنَّ أَحَدٌ الْعَصْرَ إِلَّا فِي بَنِي قُرَيْظَةَ فَأَدْرَكَ بَعْضُهُمْ الْعَصْرَ فِي الطَّرِيقِ فَقَالَ بَعْضُهُمْ لَا نُصَلِّي حَتَّى نَأْتِيَهَا وَقَالَ بَعْضُهُمْ بَلْ نُصَلِّي لَمْ يُرِدْ مِنَّا ذَلِكَ فَذُكِرَ ذَلِكَ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَلَمْ يُعَنِّفْ وَاحِدًا مِنْهُمْ ( متفق عليه و اللفظ للبخاري )

 ژباړه : نبي عليه السلام د خندق د غزا څخه ( د راستنېدو ) په ورځ وفرمايل : په تاسو کي دي يو لا هم د مازيګر لمونځ بېله بنوقريظه څخه بل چيري نه کوي پر ځينو د مازيګر د لمانځه وخت پر لاري راغلى نو ځينو وويل چي موږ لمونځ په بنوقريظه کي کوو ( که څه هم را څخه قضا سي ) او ځينو نورو بيا وويل چي موږ خپل لمونځ پر لاري کوو د رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا مقصد نه وو ( چي لمونځ به هم هلته کوو بلکي مقصد يې تلوار وو، چي ژر تر ژر ځان ورسوئ لمانځه ته لا هم مه معطل کيږي .رسول الله صلی الله عليه وسلم  په دوئ کي يو لا هم نه دئ زجر کړى . 

 د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د دې وينا څخه چي کومو کسانو ظاهري معنا مراد واخيستل نو هغوئ د مازيګر لمونځ پر لاري و نه کړئ بلکي پر هغوئ لمونځ پر لاري قضا سو په بنوقريظه کي يې لمونځ ادا کړئ خو ځينو نورو بيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د دې وينا څخه دا وفهمول چي د رسول مقصد دا نه وو چي د مازيګر لمونځ به که څه هم در څخه قضا کيږي بيا به يې هم بېله بنوقريظه څخه بل ځاى نه کوئ بلکي مقصد يې دا وو چي تاسو ژر تر ژره بنوقريظه ته ځان ورسوى اوتلوار وکړئ .

دا ډول ډېر حديثونه سته چي د هغو په مراد کي د مجتهدينو اختلاف دئ څوک يو حکم ځني فهموي څوک بيا بل حکم ځني فهموي د رکوع څخه مخته او وروسته د لاسو پورته کول همداسي يوه اختلافي مسئله ده او پدې مسئله کي اختلاف د صحابه کرامو تر منځ هم موجود وو امام ترمذي رحمة الله عليه  د رفع اليدين تر باب وروسته د لاسو د نه پورته کولو په باب کي د ابن مسعود رضي الله عنه څخه حکايت کوي: قَالَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْعُودٍ أَلَا أُصَلِّي بِكُمْ صَلَاةَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَصَلَّى فَلَمْ يَرْفَعْ يَدَيْهِ إِلَّا فِي أَوَّلِ مَرَّةٍ قَالَ وَفِي الْبَاب عَنْ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ قَالَ أَبُو عِيسَى حَدِيثُ ابْنِ مَسْعُودٍ حَدِيثٌ حَسَنٌ وَبِهِ يَقُولُ غَيْرُ وَاحِدٍ مِنْ أَهْلِ الْعِلْمِ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالتَّابِعِينَ وَهُوَ قَوْلُ سُفْيَانَ الثَّوْرِيِّ وَأَهْلِ الْكُوفَةِ . 

ژباړه  : عبد الله بن مسعود  رضي الله عنه وويل : ايا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  لمونځ تاسو ته در نه کړم ؟ نو ده لمونځ وکړئ بېله تحريمې څخه يې په بل ځاى کي لاسونه پورته نه کړه امام ترمذي وايي پدې مورد کي د براء بن عازب  رضي الله عنه څخه هم روايت رانقل سوئ دئ او د ابن مسعود روايت حسن دئ همدا سي يو نه بلکي ډېر د علم څښتنان د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د صحابه کرامو او تابعينو څخه وايي او سفيان ثوري او د کوفې د خلکو هم دا وينا ده چي بېله تحريمې څخه په بل ځاى کي لاسونه نه پورته کيږي .

 ابن مسعود رضي الله عنه هغه څوک دئ، چي د رسول الله سره پر کور او هم په سفر کي تل مل اوسېدلئ دئ تر داسي اندازې چي ابوموسي  رضي الله عنه وايي موږ چي د حبشې څخه مدينې منورې ته راغلو نو تر ډېره مهاله زموږ دا ګمان وو چي عبدالله بن مسعود  رضي الله عنه او د ده مور د رسول الله صلی الله عليه وسلم   د کورنۍ ( اهل البيت ) کسان دي دا لدې کبله چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم   سره يې ډېره ناسته پاسه لرله ، ابن عمر رضي الله عنه يو د هغو کسانو څخه دئ، چي د رفع اليدين حديث يې رانقل کړئ دئ په بخاري کي نافع وايي چي ابن عمر  رضي الله عنهتر رکوع مخته او وروسته لاسونه پورته کړل امام طحاوي بيا د مجاهد رحمة الله عليه  څخه روايت کوي چي وايي ما ابن عمر وليده چي رفع اليدين يې نه کاوه د ابن عمر د عمل څخه داسي ښکاري چي د لاسو پورته کول او نه پورته کول دواړه د ده په آند جايز بلل کېدله نو زموږ احناف چي رفع اليدين نه کوي هغه د ابن مسعود د روايت څخه استدلال کوي .( و الله اعلم) 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه- د دارالافتاء څانګه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته