تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره: ۵۲
سوال : کوم شعر په اسلام کي جايز دئ که یو څه معلومات راکړی ؟
نوم : تواب
جواب : الله جله جلاله ښه شعر او بد شعر دواړه په دغه مبارک ايت کي ښوولي دي : ((وَالشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ (۲۲۴) أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ (۲۲۵) وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لاَ يَفْعَلُونَ )) مطلب د دې څخه هغه شاعران دي ، چي دوئ په طمع د يوشي د ګيدړ څخه زمرى جوړ کړي او چي واقعي زمريان دي هغه هيڅ کړي او دوئ په خپلو شعرونو کي پرته له درواغو، فحش ويلو او بې حيايي څخه بل څه نه وايي ، چي موږ يې د هغه راډيوګانو څخه اورو چي هغه د شرم او حياء سره کوم کار نه لري ، نو د دا ډول شاعرانو الله جله جلاله په خپل کلام کي بد ويلي دي .
د رسول الله صلى الله عليه وسلم درې شاعران وه ، لکه حسان بن ثابت ، کعب بن مالک او عبدالله بن رواحه رضي الله عنهم ، کله چي دغه ايت مبارک نازل سو ، نو دوئ و رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په ژړا راغلل او وې ويل : يا رسول الله تاسو ته معلومه ده چي د شاعرانو په اړه کوم ايت نازل سوئ دئ نور وروسته دا ايت شریف نازل سو : (( إِلاَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ )) الله جله جلاله د دوئ دغه اشعارو ته عمل صالح ووايه ، د دوئ په اشعارو کي د کفارو بدي او د دوئ هغه ناروا رسم او رواج په ګوته سوئ وو او د اسلام او د مسلمانانو صفت او پر جهاد تېزول، حق او حقيقت ويل وه .
رسول الله صلى الله عليه وسلم د حسان بن ثابت رضي الله عنه په اړه فرمايلي دي : عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها قَالَتْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَضَعُ لِحَسَّانَ مِنْبَرًا فِى الْمَسْجِدِ فَيَقُومُ عَلَيْهِ قائما يفاخر عن رسول الله صلى الله عليه و سلم أو ينافح ويقول رسول الله صلى الله عليه و سلم : إِنَّ اللَّهَ يُؤَيِّدُ حَسَّانَ بِرُوحِ الْقُدُسِ مَا نَافَحَ او فاخر عَنْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه و سلم . (رواه البخاري)
یعني رسول الله صلى الله عليه وسلم به و حسان بن ثابت رضى الله عنه ته په مسجد کي منبر ايښووئ ، چي ده په خپلو اشعارو کي د رسول الله صلى الله عليه وسلم صفت او د کفارو بد به يې ويل او رسول الله صلى الله عليه وسلم به ويل ، چي الله جله جلاله د حسان تايد په جبرائيل عليه السلام سره کوي ، تر څو چي دى د رسول الله صلى الله عليه صفت او د کفارو بد بيانوي .
مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان