تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- مصنوعي ورېښتان ايښوول څنګه دي؟
 
  February 23, 2012
  0

سوال: ځینی خلک چي د سر د ورېښتانو کمښت لری او  اوس بازار ته یوه داسي طریقه وړاندي سوې ده، چي مثنوی ورېښتان بېله شنه کېدو څخه د سر په پوست کی په مثنوی توګه کښېږدي . دا ډول مثنوی ورېښتان ایا زموږ اوداسه یا لمانځه ته کوم ضرر رسوي او که یا ؟


د سوال کونکي نوم : احمدالله 

جواب : په اوداسه کي لږ تر لږه د سر څلورمه برخه مسح کول فرض ده، که څوک دا ډول مصنوعي ورېښتان وکاروي چي د اوداسه او غسل پر مهال يې د سر څخه نسي ليري کولاى نوکه ټول سر يې په مصنوعي وريښتانو پټ وو نو نه يې اودس صحيح کيږي او نه يې لمونځونه صحيح کيږي، ځکه پر مصنوعي ورېښتانو مسح کول داسي مثال لري لکه څوک چي پر ټوپۍ سربيره مسح کوي او دا جواز نه لري او که د سر لږ تر لږه څلورمه برخه يې خپل ورېښتان وه او پر هغو خپلو ورېښتانو يې مسح کول نو اودس يې صحيح کيږي البته د ټوله سر مسح چي سنت ده هغه ځني پاتيږي .

 په غسل کي ټول بدن سر تر نوکه پرېولل فرض دي که د چا پر بدن لږ ځاى لا هم وچ پاته سي نوغسل يې نه صحيح کيږي.
 مصنوعي ورېښتان که پر سر داسي مښتي وي چي د غسل په مهال يې د سر څخه ليري کولاى نسواى که په غسل کي يې د سر و پوست ته اوبه نه رسېدلې يا يې د سر د پوست لږ څه ځاى وچ پاتېدئ نو د هغه غسل هم نه صحيح کيږي او بل داچي دا ورېښتان که د انسانانو ورېښتان وي نو د انسانانو د ورېښتانو څخه ګټه اخيستل هم جايز نه ده  کوم کسان چي د بل ورېښتان پر سر ږدي دا د زينت او پېشن له پاره کوي زينت او پېشن ته تر نارينه ښځي زياتي لېواله وي او هم د خپل څښتن له پاره اړتيا ورته لري خو ښځو لره لا هم د خپلو ورېښتانو سره د بلي ښځي ورېښتان مښلول جايز نه دي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : لَعَنَ اللَّهُ الْوَاصِلَةَ وَالْمُسْتَوْصِلَةَ . ( رواه البخاري عن ابي هريرة ). 
 
ژباړه : الله جل جلاله پر واصلة او مستوصلة لعنت ويلى دئ واصله هغي ښځي ته وايي چي د نورو ښځو پر سرنو ورېښتان ورمښلوي او مستوصلة بيا وهغي ښځي ته وايي کومه چي په غوښتنه يې پر سر ورېښتان ورمښلول کيږي .(و الله اعلم )

ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۹ ګڼه- د دارالافتاء څانګه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته