تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: زما نوم محمد نبي دئ ایا دا جواز لري؟
 
  June 27, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره: ۴۷

سوال :  زما نوم محمد نبي دی ایا د شریعت له نظره دا نوم صحیح دئ ؟ 
 
نوم :  محمد نبي 

جواب : ښه د نومونو عبدالله او عبدالرحمن دئ. ابن عمر رضى الله عنه روايت کوي، دى وايي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ښه د نومونو ستاسي و الله جله جلاله ته عبد الله او عبدالرحمن دئ. (رواه مسلم) او بد د نومونو ملک الاملاک یعني شهنشا دئ. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : أَخْنَى الأَسْمَاءِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِنْدَ اللهِ رَجُلٌ یسَمَّى مَلِكَ الأَمْلاَكِ. ( رواه بخاري )

 او مکرو نومونه هغه دي ، چي په هغوئ کي نسبت د بندګئ و يو بنده ته سوئ وي ، لکه عبدالرسول ، عبدالنبي عبدالمحمد او داسي نور .. 
 
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: لاَ يَقُولَنَّ أَحَدُكُمْ عَبْدِى وَأَمَتِى، كُلُّكُمْ عَبِيدُ اللَّهِ وَكُلُّ نِسَائِكُمْ إِمَاءُ اللَّهِ وَلَكِنْ لِيَقُلْ غُلاَمِى وَجَارِيَتِى...».( مسلم ) 
 
یعني يو له تاسو دي داسي نه وايي ، چي زما عبد او زما مینځه. تاسو ټول د الله عباد ياست او ستاسو ټوله ښځي د الله مینځياني دي ، مګر د عبد پر ځاى غلام واياست او د اماء پر ځاى جاريه واياست .
 
مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه په بهشتي زېور کي و دغه نومونو ته مکروه ويلي دي. او محمد نبي ، محمد رسول او داسي نور نومونه روا دي ، په دغه کي نسبت و غير الله ته نسته او نه په دې کي جمع د هغه شي سوې ده ، چي هغه ممنوع ده ، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: تاسي زما نوم او کنيت په چا کي مه جمع کوئ ، يعني محمد او ابا القاسم . 
 
هر مسلمان چي د خپلو اولادونو نومونه ږدي ، نو اول به يې معنا و ځان ته معلومه وي ، چي صحيح ده او که نه ، ځکه چي داسي نومونه سته چي هغه شرکي نومونه دي ، د هندووانو له طرفه څخه راغلي دي ، خصوصاً بيا ښځي چي يوه وبلي ته په لقبي نوم سره وايي . 
 
مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
 
    کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته