د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
فتوا: د نبي، رسول او پيغمبر ترمنځ فرق
تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۱۵۱)
نوم: اتل خان
سوال: نبي، رسول، پيغمبر او پيامبر دا ټول سره یوه مانا لري کې بېلابېلې لري؟
جواب :
حامداً ومصلياً
نبي هغه پېغمبردئ، چي الله جل جلاله د شرعي احکامو د رسولو له پاره و نورو بنده ګانو ته رالېږلئ وي او دده سره نوى شريعت او نوى اسماني کتاب نه وي، بلکي دى د مخکني شريعت او اسماني کتاب تابع وي .
جواب: مولوي خير محمد
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
(۱): تعلیم الاسلام، لمفتي کفایت الله دهلوي (رح)