د يوه د ذمې څخه د بل و ذمې ته د پور اړل د حوالې په نامه ياديږي .
د حوالې اصطلاحات :
مُحيْل : حواله ورکونکي ته مُحِيْل وايي .
مُحَال : حواله اخيستونکي ته مُحَال وايي ، دغه رنګه مُحْتَال او حَويِل هم ورته وايي .
مُحَالُ عَلَيْه : پر چا چي حواله ورکول کيږي هغه ته مُحَالُ عَلَيْه او مُحْتَالُ عَلَيْه وايي .
مُحَالُ بِهِ : هغه پور چي د يوه د ذمې څخه د بل و ذمې ته انتقاليږي هغه ته مُحَالُ بِهِ يا مُحْتَالُ بِهِ وايي .
مثال : د زيد پر بکر سل زره افغانۍ پور باندي دى ، بکر زيد ته ووايي : ستا سل زره افغانۍ چي پر ما باندي دي هغه نور د خالد پر ذمه دي او هغه يې درکوي ، که زيد او خالد يې قبول کړي د زيد پور د بکر د ذمې څخه د خالد ذمې ته نقليږي .
پدې مثال کي بکر د مُحيْل په نامه ياديږي ، زيد مُحَال بلل کيږي ، خالد مُحَالُ عَلَيْه دى او سل زره افغانۍ مُحَالُ بِهِ دي .
د حوالې تړون هم د کفالت په شان يو ډول د استيثاق يعني باور تر لاسه کولو تړون دى ، ځکه په حواله کي هم د پور لاس ته راوستل ښه ترا باوري کيږي ، ځکه د ځينو حالاتو څخه ماسيوا په عام ډول خلک د تنګ لاسي څخه پر ډک لاسي حواله اخلي يا د بد پوره څخه پر سم پوري حواله قبلوي .
-------------------------------------------------
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي