تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره: ۴۷
سوال : زه د ۳۵ کلو یم د واده پر وخت پلار د ناسمو مرکو له امله نه ور کولم څه وخت چه می پلار وفات سو اوس په دوو زړو کی یم اوس که واده ونه کړم ګناه خو به نه لري..
نوم : ارزو
جواب : ګناه خو نه ده، مګر ډېري درجې دي چي هغه بېله نکاح کولو څخه نه پيداکېږي :
اول: رسول الله صلى الله عليمه وسلم فرمايي چي تاسو د هغه ښځو سره نکاح وکړئ ، چي هغه مينه واله او اولاد راوړونکى وي ، په تحقيق سره زه به ستاسو په ډېروالي فخر کوم پر نورو امتونو . (رواه ابوداود) نو که ښځه واده ونه کړي نو د رسول صلى الله عليمه وسلم امت به په څشي ډېر سي ؟ .
دوهم : په حديث شريف کي دي: په تحقيق سره کوم بچى ، چي د حمل څخه نا تمامه وغورځېږي هغه به د خپل خداى سره جګړه کوي ، کوم وخت چي د هغه مور او پلار و دوږخ ته داخل سي (يعني و خپل خداى ته په ډېره مبالغې سره د والدينو له پاره شفاعت کوي ، چي يا الله دا دواړه د دوږخ څخه راوباسه ، الله جله جلاله به د ده سپارښتنه قبوله کړي او ورته وبه وايي چي: مور او پلار دي جنت ته بوزه ، نو بچى به هغه دواړه د دوږخ څخه راوباسي، تر دې چي و جنت ته به يې داخل کړي. ( رواه ابوداود والنسائي ) دا د نکاح فايده ده.
او په درالمختار کي دي چي کوم عبادت د ادم عليه السلام څخه تر قيامته پوري شروع دئ او په جنت کي به هم وي ، داسي عبادت پرته له ايمان او نکاح څخه بل نسته . ( فتاوا ودوديه : ج،١: ص، ٣٩٠ )
مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان