د ليک او قاصد په ذريعه هم سودا کېدلاى سي .
مثلاً : زيد بکر ته په خط کي وليکي : ما خپل پلانکى شى په لسو لکو افغانيو پر تا خرڅ کړى دى .
يا د يوه نفر يعني قاصد په ذريعه پيغام وروليږي چي ما خپل پلانکى شى په لسو لکو افغانيو پر تا خرڅ کړى دى .
د ليک او قاصد په ذريعه چي زيد د سودا پيغام بکر ته وليږي دا د بيع ايجاب سو ، بکر ته چي ليک ورسيږي ، يا قاصد پيغام ور ورسوي ، که په هماغه مجلس کي چي خط پکښي لولي يا قاصد پيغام ور رسوي قبول وکړي ، بيع يې ترمنځ مُنْعَقِد کيږي .
که بکر د قاصد د پيغام رسولو په مجلس کي يا د ليک د لوستلو په مجلس کي قبول و نه کړي ، د زيد ايجاب لغو کيږي ، بکر يې تر مجلس وروسته قبول نسي کولاى .
اصطلاحات
مَبِيْعَةُ : مَبِيْعَه هغه شي ته وايي چي بايع يې پر مشتري خرڅوي .
ثَمَنُ : د بايع او مشتري ترمنځ د مَبِيعِې ټاکل سوى نرخ د ثمن په نامه ياديږي .
قيمت : د مَبِيعِې عام بازاري نرخ چي هرڅونه وي هغه د مَبِيعِې د قيمت په نامه ياديږي .
مثلاً : زيد نوى چينايي بايسکل په پنځه ويشت سوه افغانيو رانيسي ، خو دغه ډول بايسکل په بازار کي عام دوکانداران په درې زره افغانۍ خرڅوي .
په دې مثال کي بايسکل مَبِيعَه ده ، پنځه ويشت سوه افغانۍ د مَبِيعِې ثمن دى او درې زره افغانۍ د مَبِيعِې قيمت دى .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات