راټولونه: نوید احمد
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د منی شریفي میدان
سږ کال د منی په میدان کي (۱۶۰۰۰۰) د اور مقاومت لرونکي خیمې د حاجیانو لپاره تیاري سوي دي، چي تقریباً د ۲،۶ میلونو کسانو ظرفیت لري.
د خدمت لپاره کاریګر
سږ کال تر ۲۳ زره زیات کاریګر د حاجیانو په خدمت کي مقرر سوي دي او د نظافت ساتلو لپاره تر ۲ زره زیات آلات په کار اچول سوي دي.
د حرم شریف دروازې
د حرمینو د چارو عمومي ریاست سږ کال په مکه معظمه کي د حاجیانو د هوسايي لپاره ۲۱۰ دروازې پرانیستلي دي او ۲۳ دروازې د خاصو اړتیاوو لپاره تیاري سوي دي.
سږ کال د حاجیانو شمېر
د سعودي د احصائيې مدیریت د راپوره له مخي سږ کال د حاجیانو شمېر په لاندي ډول دی:
د هوايي لاري: 1327751 (یو میلیون، درې لکه، اوه ویشت زره، اوه سوه، یو پنځوس) حاجیان، وروستی راپور ښيي چي د حجاجو عمومي شمېر اوس تر ۲۳۸۰۰۰۰ څخه اوښتی دی!
د مځکي د لاري: 36981 (شپږ دېرش زره، نهه سوه، یو اتیا) کسان.
د بحر د لاري: 12923 (دولس زره، نهه سوه، درویشت) کسان. (الجزیرة)
زخمي حاجیان
تقریباً ۵۶ زخمي حاجیان چي څو ورځي مخکي په حرم شریف کي د کرین د لوېدلو له کبله زخمیان سوي وه د دوشنبې په ورځ د عرفات میدان ته په ځانګړو امبولانسونوکي یوړل سول چي هلته به د عرفات د جبل الرحمة روغتون او د عرفات په عمومي روغتون کي بستر وي تر څو د عرفات مراسم په اسانۍ سره ترسره کړي. (سعودي جریده)
د انډونیزیا حاجیان
انډونیزیا چي د نړۍ تر ټولو زیات د مسلمانانو نفوس لرونکی هیوا دی سږ کال يې ۱۶۸۰۰۰ حاجیان حج ته تللي چي تر ټولو هیوادو يې زیات حاجیان حج ته لیږلي دي.
د تعلیم الاسلام ویب پاڼي لخوا (www.Taleemulislam-Radio.com)