دا د کور د مشر مسؤلیت دی چي خپلي ښځي د نامحرمه دوستانو څخه په پردي کي وساتي او محرم او نامحرم سره وپیژني. کوم کسان چي په کور کي صلاحیت نلري پر هغو لازمه ده چي د نصیحت او پرلپسې یادواوری څخه په نرمه لهجه او حکمت سره کار واخلي او مشران د ستر او حجاب شرعي احکامو ته متوجه کړي.
د نامحرمه ښځي سره بیله شرعي عذره خبري، اړیکي، اوسیدل او تګ راتګ حرام دی.
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ. فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَرَأَيْتَ الْحَمْوَ قَالَ: الْحَمْوُ الْمَوْتُ. متفق علیه
ژباړه: تاسي (د نامحرمه) ښځو خوا ته د تللو څخه ځان وساتئ! یوه شخص پوښتنه وکړه چي یا رسول الله! د مېړه د دوستانو (لېور، لېور زی وغیره...) په اړه څه حکم دی؟ ده مبارک وفرمایل: حمو (لېور وغیره) خو مرګ دی.
نور معلومات په لاندي لینکو لوستلای او اوریدلای سی:
د دوستانو سره خپلوي او ستر کول