تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۲۴۴)
نوم: محمود عباس
د اوسېدو ځای: ډبی
سوال : زه پر خپلي کوروالا باندي شک کوم دا په اسلام کي ګناه ده او که یا؟
جواب :
حامداً و مصلیاً
الله عزوجل مؤمنان په خپل کتاب قران پاک کښي په دې خبره مخاطب گرځولي چي تاسو ډیر گمان مه کوئ ځکه بعضي گمان گناه ده. بل ځای کښي الله عزوجل فرمايي چې تاسو د خپلو ښځو سره نېکه رویه کوئ د دوی د آبرو او عزت خیال ساتئ، د دوی د بې ځایه زهیرېدو څخه ځان و ساتئ . بل دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي د گمان څخه ځان ساته ځکه چې بد گمان د درواغ خبره ده او مولانا محمد شفیع رحمة الله علیه په معارف القران کښي لیکلي دي چي پر مسلمان باندي بېله قوي دلیل څخه بدگماني کول حرام دي.
نو محترمه وروره! د مذکوره بیان څخه معلومه سوه چې بې ځایه گمان کول حرام دي او کونکی يې سخت گناهگار دئ، مؤمن ته په کار ده چې د خپل زړه تزکیه وکړي. د زړه تزکیه (صفايي) د الله تعالی په ذکر، د قران کریم په تلاوت ، په دیني مشغله او دعلماؤ او صلحاؤ په تعلق سره راځي.
جواب: مولوي سردار محمد
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا، مولوي سید عبدالباري، مفتي جان محمد راشد او مولوي شاه ولي الله
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــ
(۱): کما في الایة: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا...سورت الحجرات, ايت ۱۲
(۲): و في الایة: وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ...سورت النساء، ایت ۱۹
(۳): و في الحدیث: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ...صحیح البخاري ج۲، ص۸۹۶- طبع قدیمي کتابخانه کراچي
(۴): قال ابن کثیر رحمه الله في تفسیره: يقول تعالى ناهيا عباده المؤمنين عن كثير من الظن، وهو التهمة والتخون للأهل والأقارب والناس في غير محله...ج۵، ص۶۵۴- طبع وحیدي کتابخانه
(۵): و في وصایا النبوية: اذا من حقها ان یتعاملها بحیث یراعي في معاملتها البعد عن کل مایؤذي شعورها او یجرح کرامتها. ص ۴۹۱- طبع الفجر، بیروت
(۶): ایسي طرح ایسې مسلمان جو ظاهري حالت مي نیک دیکهي جاتي هي ان کي متعلق بلا کسي قوي دلیل کي بدګماني کرنا حرام هي. معارف القران ج۸، ص۱۱۹- طبع ادارة القران کراچي (والله تعالی اعلم بالصواب)