تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- ږیره خریل کبيره که صغيره ګناه ده؟
 
  November 23, 2011
  0

سوال: ږيره پرېښول څه حکم لري، او خريل يې کبيره ګناه ده او که صغيره ګناه ده؟

 د سوال کونکي نوم:  محمد جان  

ځواب: د ږیري غټول واجب او د ټولو نبیانو او رسولانو تګ لاره ده او خریل یې فسق او د ګناه کار دی .  عَنْ ابْنِ عُمَرَ  عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ وَفِّرُوا اللِّحَى وَأَحْفُوا الشَّوَارِبَ وَكَانَ ابْنُ عُمَرَ إِذَا حَجَّ أَوْ اعْتَمَرَ قَبَضَ عَلَى لِحْيَتِهِ فَمَا فَضَلَ أَخَذَهُ ( بخاري )  ژباړه  :
امام بخاري  رحمة الله عليه  د ابن عمر رضي الله عنهما  څخه روايت کوي وایي نبی الله  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي:  تاسو د مشرکانو څخه مخالفت کوئ، ږيري مو غټوئ او برېتونه مو کوچني کوئ.

 او ابن عمر رضي الله عنهما ، چي به څه وخت حج يا عمره کول، نو ده به خپله ږيره په موټ کي نیول کوم ورېښتیان چي به تر قبضې اوږدېدل هغه به يې ځيني غچي کول.   نو ږيره پرېښودل د ټولو انبياؤ علیهم السلام  سنت طريقه ده او هم يو واجبي حکم دى.  البته تر قبضې څخه اضافي غچي کول د ابن عمر رضي الله عنهما د عمل څخه ثابت دي جواز لري . په ردالمحتار کي د نورو کتابونو په شمول وایي : وأما الاخذ منها وهي دون ذلك كما يفعله بعض المغاربة، ومخنثة الرجال فلم يبحه أحد اه ملخصا.ژباړه :: تر قبضې کمه ږیره غچي کول چا هم جایز نه ده بللي لکه څه ډول چي ځيني مغربي او نر  ښوځکي نارینه یې کوي .

د تعلیم الاسلام مجلې د دريمي ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته