تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۳۵۵)
نوم: حامد
سوال : د یو مسلمان بندی را ایله کول یا د هغه دراایله کیدو په کار کی منډی وهل چی تر څو هغه شخص د بنده خلاص سی او خپل اهل او عیال ته ولاړسی خاص دپاره د الله جل جلاله درضا، چی کوم دنیوی مقصد ونلری څوک نو ثواب لری که یا، او که یی لری نو ډیر او لږ . ډیره مهربانی به موی که ددغه سوال جواب راته راکړی
جواب : و دې کار ته د شریعت په اصطلاح کي شفاعت وای، په دې کار کي چي څوک منډي وهي که څه هم هغه بندي را ایله نه سي هم دده لپاره ثواب سته.
په آیة مبارک کي راغلي دي: مَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُنْ لَهُ نَصِيبٌ مِنْهَا...(۱) او په حدیث شریف کي بیا راغلي دي: اشْفَعُوا تُؤْجَرُوا وَيَقْضِي اللَّهُ عَلَى لِسَانِ نَبِيِّهِ صلى الله عليه وسلم مَا شَاءَ. (۲)
خو نیت به يې د الله رضا وي او که په دې سره څه معاوضه غوښتل مقصد وي یا یوه رتبه حاصلول وي نو دا بیا حرام دی او دا رشوت دی، په حدیث شریف کي يې داسي کار ته سُحت او حرام ویلی دي .(۳)
جواب : مولوي عبدالهادي آغا
کتنه: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): سورة النساء، ایت ۸۵
(۲): رواه البخاري.
(۳): معارف القران، ج۲، ص۴۹۹-۵۰۰