تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- ايا غوږ ته په دوا اچولو رورژه ماتيږي
 
  November 24, 2011
  0

پوښتنه: یو مریض که غوږ ته دوا  واچوي د روژې په ورځو کي دده روژه څنګه ده ایا ماته ده، مکروه ده او که صحیح ده ؟ 

د پوښتني کونکي نوم : سید شاه سعادت   

جواب : په روژه کي وغوږو ته د څاڅکو په دوا اچولو روژه ماتیږي په هدا یة کي وایي : ( وَمَنْ احْتَقَنَ أَوْ اسْتَعَطَ أَوْ أَقْطَرَ فِي أُذُنِهِ أَفْطَرَ) لِقَوْلِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { الْفِطْرُ مِمَّا دَخَلَ } وَلِوُجُودِ مَعْنَى الْفِطْرِ ، وَهُوَ وُصُولُ مَا فِيهِ صَلَاحُ الْبَدَنِ إلَى الْجَوْفِ ( وَلَا كَفَّارَةَ عَلَيْهِ ) لِانْعِدَامِهِ صُورَةً .او که څوک په روژه کي اماله ووهي او یا په پزه یا غوږو کي دوا وڅڅوي په دې سره يې روژه ماتیږي، ځکه چي نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي روژه په هغه څه ماتیږي کوم چي بدن ته ننوځي او بله وجه يې دا ده چي دا ټول د بدن د اصلاح او روغتیا د پاره بدن ته دننه ننوځي  نو دا هم د ماتولو یعني د چيښاک او خوراک په معنا دي خو کفاره نه په لازمیږي ځکه د صورت له مخي د خوراک او چيښاک په شان نه دي ( وَلَوْ أَقْطَرَ فِي أُذُنِهِ الْمَاءَ أَوْ دَخلَهُ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ ) لِانْعِدَامِ الْمَعْنَى وَالصُّورَة. او که څوک په غوږو کي اوبه وڅڅوي او یا غوږو ته يې اوبه ننوځي روژه يې نه په ماته کیږي، ځکه دا نه په ظاهري شکل خوراک او چيښاک ګڼل کیږي او نه د بدن اصلاح په راځي چي د خوراک او چيښاک په معنا دي وبلل شي.

 نو ددې څرګندولو په اساس که روژاتي په پزه یا په غوږو کي د څاڅکو دوا واچوي روژه يې په ماتیږي خو کفاره باندي نسته فقط د یوې روژې قضا به راوړي او که په پزه یا غوږو يې اوبه ننوځي او یا غوږونه پریولي د غوږو د پریوللو د پاره اوبه غوږو ته ننباسي په دې يې روژه نه ماتیږي .ځکه زمونږ د ائمه کرامو د څرګندنو څخه چي څه معلومیږي هغه دا دي چي هر شی چي د خلاصو منفذونو د لاري دماغ او نس ته ننوځي او په هغه د بدن اصلاح راځي یعني د غذا یا دوا ځای نیسي په هغه روژه ماتیږي.
خو په فتح القدیرکي ابن الهمام رحمة الله عليه و غوږ ته د اوبو د ننایستلو مسئله د قاضي خان څخه داسي بیانوي : إذَا خَاضَ الْمَاءَ فَدَخَلَ أُذُنَهُ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ .وَإِنْ صَبَّ الْمَاءَ فِيهَا اخْتَلَفُوا فِيهِ وَالصَّحِيحُ هُوَ الْفَسَادُ لِأَنَّهُ مُوَصِّلٌ إلَى الْجَوْفِ بِفِعْلِهِ فَلَا يُعْتَبَرُ فِيهِ صَلَاحُ الْبَدَنِ .که څوک په اوبو کي غوټه شي او اوبه يې غوږو ته ننوځي روژه يې نه په ماتیږي او که څوک په غوږو کي اوبه واچوي پدې مسئله کي د علماء اختلاف دئ صحیح قول دا دئ چي روژه په ماتیږي ځکه که څوک په خپله نس ته یو شی ورسوي دلته که څه هم دا شی د بدن د پاره ګټمن نه وي یعني غذا او دوا نه وي بیا هم روژه په ماتیږي.

ابن الهمام رحمة الله علیه په فتح القدیرکي د مخکني حدیث یعني : { الْفِطْرُ مِمَّا دَخَلَ }اړوند وایي چي دا حدیث که څه هم ځني کسان ثابت نه بولي ځکه دا حدیث ابویعلی الموصولي په داسي سند رانقل کړی دئ چي په هغه کي ناپېژندلي روایت کونکي سته خو په موقوف ډول بېله کوم شک څخه د ډیرو کسانو څخه رانقل سوی دئ چي د هغوئ د جملې څخه یو ابن عباس او بل علي رضي الله عنهما دي چي دوی وایي : (الْفِطْرُ مِمَّا دَخَلَ) هر شی یعني غذا یا دواء چي بدن ته دننه ننوځي په هغه روژه ماتیږي

د تعلیم الاسلام مجلې د څلورمي ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته