تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ماښام تر لمانځه وروسته نفل کول
 
  November 12, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۳۴۱)

نوم: تاج محمد

سوال : د عرفات ځخه ۲ شپی مخکی په تعلیم اسلام راډیو کی یو مولوی صاحب پخپل تفریر وویل جی مسلمان باید د ځان ځځه نوی لاری اجاد نکری لکه د ماښام د لمانځه بعده جی ځوک ۲ رکعته نفل کوی ! د هغی شپی ځخه می ډیره سودا يکښی بنده ده ! ولی جی د ډیره وخته ځخه زه روزانه د مازیګر د لمانځه مخکی ځلور رکعته نفل کوم، د ماښام د لمانځه بعده ۲ رکعته نفل، د ماخستن د لمانځه مخکی ۴ رکعته صلات تصبیح او د لمانځه بعده ۲ رکعته نفل ، او دغه رنګه روزانه ۳۰۰۰ واره درود یعنی الله مصلیی وایم او ۱۰۰۰ واره قل هوالله احد وایم !     الله جل جلاله دی ئ په ریا کی نه راولی دا زکه می دلته زکر کره جی زه د دیری مودی را استه دغه پورته زکر شوی نوافل ادا  کوم خو تر اوسه می د جا ځخه پوښتنه هم نده کری ! نو ستاسو محتزمو علماوو ځخه په دیر درنښت هیله کوم جی ما ته و ښئ جی ایا دا لاره جی ما اخیستی ده سمه ده او که بده!

جواب : 

حامداً و مصلیاً

الله جل جلاله دي تاته پر طاعت او عبادت نور توفيق هم درکړي، ګرانه وروره! د نفل ممانعت د مازديګر د لمانځه څخه وروسته او د ماښام د لمانځه څخه مخکې راغلى دى لکه په بعضو مذهبو کي چي د ماښام د لمانځه اذان وسي دوى د جمعې تر مخه دوه (٢) رکعته نفل کوي بيا جمع کوي، دا طريقه د احنافو په نزد مکروه ده.

 کيداى سي چي تاسو به د مولوي صاحب په تقریر کي دا خبره صحیح نه وي فهمولې، که چيرې د دې دوو (٢) رکعتو سره څلور (٤)  رکعته نور هم ورسره زیات کړې نو ثواب به دي نور هم زيات سي چي د ماښام تر لمانځه وروسته دغو شپږو (٦) رکعتو نفلو ته په حديث شريف کي (صلاة اوابين) ويل سوي دي.

جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته