ژباړه: توریالی تائب / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د بني اسرائیلو د یو پاچا او هلک عبرتناکه قصه
وایي چې په بني اسرائیلو کې یو پاچا و، دغه پاچا د یو نوکر (مزدور) صفت آوریدلی و، چې خورا ښه کاریګر دی
نو پاچا هغه کاریګر هلک راوغوښت او ورته یې وویل:
هلکه! ما آوریدلي دي، چې ته ډیر ښه کاریګر یې، زه غواړم چې ته دلته له ما سره په دربار کې خادم شې، دلته نوکري کوه، زه به تا ته ښه تنخوا مقرره کړم.
نوکر ورته وویل: پاچا سلامت خوښه مې ده؛ خو پاچا صاحب که ستا اجازت وي نو زه له تا څخه لومړی یوه کوچنۍ پوښتنه کوم.
پاچا وویل: پوښتنه دې وکړه.
هلک ورته وویل: که ته یوه ورځ نا ببـره په داسې حال کې خپل دربار ته داخل شې، چې زه ستا له مینځې سره ټوکې کوم نو ته به له ما سره څه وکړې؟
پاچا چې د نوکر خبره واوریده سخت په غصه شو او ورته یې وویل: احمقه تا ته زما په مخکې د داسې خبرې کولو جرئت څنګه پیدا شو، اوس غواړې چې په سخته جزا دې مجازات کړم، ته خبر یې چې اوس د چا په مخکې ولاړ یې؟
نوکر وویل: پاچا صیب زه ډیره بښنه غواړم، زه ستا د غلامۍ او نوکرۍ توان نلرم که اجازه راکړئ زه به بیرته ولاړ شم.
پاچا ته نور هم درد ورغی او په قهرجن انداز یې ورته وویل:
بې وقوفه! د دې پر ځای چې ته له ما څخه بښنه وغواړې، اوس زما له نوکرۍ څخه لاس اخلې، ما خو آوریدلی و چې ته ډیر هوښیار یې لیکن تر تا بل غټ احمق نشته!
نوکر وویل: جناب پاچا صیب!
زه د داسې مهربان رب غلام یم، چې که روزانه مې اویا (۷۰) ځله هم پر ګناه کولو وویني؛ نو په غضب کیږي نه او نه مې له خپله درباره شړي، نه رزق او روزي راباندې بندوي، نه هم روغ صحت، خوشالي او شتمني راڅخه اخلي او که یو وار په اخلاص توبه وباسم؛ نو ټول کړي غټ او واړه ګناهونه مې بښي اګر که هر څومره ستر جرم مې هم کړی وي،
نو زه ولې د هغه ستر ذات دربار پرېږدم او ستا د دربار غلامي اختیار کړم ؟
پاچا صاحبه! ما خو ستا په مخکې صرف د یوه نافرمانۍ یادونه وکړه ستا دا حال شو او دا که مې یوه غلطي کړی وای بیا به ستا څه حال وای؟
بس هلک همدا خبره وکړه او په منډه د پاچا له درباره ووت.