تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (١٢٣)
نوم: بصير
سوال : يو کس که د خپلي ښځي سره د شاه لخوا نزدېکت وکړي ، نو فديه به يې څنګه ورکوي ؟
جواب :
حامداً و مصليًا
داسي کار کول ګناه ده (١)، ددې لپاره بېله توبې څخه بله کفاره نسته.کفاره د هغه چا لپاره په حديث کي راغلې ده چي هغه دخپلي ښځي سره د حيض په حالت کي نزدېکت وکړي، چي هغه کفاره په يوه دينار يا نيم دينار سره خيرات دى .
جواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستا ن
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: مَلْعُونٌ مَنْ أَتَى امْرَأَتَهُ فِى دُبُرِهَا. ابوداود کتاب النکاح ، ج١ ،ص٣١١ ، طبع کتبه رحمانية.