تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په بې لستوڼې لباس کي لمونځ کول
 
  December 17, 2012
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۳۰۰)

نوم: عبدالرازق جانان

د اوسېدو ځای: دوبۍ

سوال : که یو نفر په داسی لباس کي لمونځ وکي چي څنګلي یې معلوميږي او یا يې د هغه انګیا لستوڼي بیخي نه وي نو لمونځ پکښي صحیح دی او که یا؟

جواب : 

الجواب باسم ملهم الصواب

په پورتني ذکر سوي لباس کي لمونځ کول مکروه دي په دې شرط چي دده سره بل مناسب لباس موجود وي. دا ځکه چي علماء کرام لیکي چي په هر هغه لباس چي په هغه کي یو معزز مجلس ته څوک نه پکښي ځي او بیا څوک په همدغه لباس کي لمونځ کوي نو دا لمونځ يې مکروه دی.

الجوب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): امداد الاحکام، ج۱، ص۵۶۱
 
(۲): فتاوی محمودیة ج۶، ص۶۵۳
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته