تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۳۵۶)
نوم: محمد رحيم کټوازى
د اوسېدو ځای: غزني
سوال : که دي کالي په وینو باندي سره وه او لمونځ دي وکو بیا در پیاد شو بیا به لمونځ راګرځوې او که څنګه؟
جواب:
حامداً او مصلياً
وينه يا بل سخت نجاست پر جامه يا پر بدن که په اندازه د درهم وي يعني د ورغوي په اندازه يا تر دې کم وي، ليدلى دي نه وو او بیا دي لمونځ وکړی نو لمونځ دي صحيح دی. او که دي د لمانځه تر مخه وليدی يا دي په لمانځه کي ولیدی او وخت د پريولو هم وو خو نه دي پريولل نو لمونځ دي صحيح دى خو ګنهګار يې او که تر درهم زيات وي او لمونځ دي ورسره وکړی نو لمونځ به بيرته راګرځوې .
کتبه: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَعَفَا الشَّارِعُ عَنْ قَدْرِ دِرْهَمٍ وَإِنْ كُرِهَ تَحْرِيمًا ، فَيَجِبُ غَسْلُهُ ، وَمَا دُونَهُ تَنْزِيهًا فَيُسَنُّ. الدرالمختار،ج۱ ،ص۲۳۲ باب الانجاس
(۲): وَالْأَقْرَبُ أَنَّ غَسْلَ الدِّرْهَمِ وَمَا دُونَهُ مُسْتَحَبٌّ مَعَ الْعِلْمِ بِهِ وَالْقُدْرَةِ عَلَى غَسْلِهِ ، فَتَرْكُهُ حِينَئِذٍ خِلَافُ الْأَوْلَى ، نَعَمْ الدِّرْهَمُ غَسْلُهُ آكَدُ مِمَّا دُونَهُ ، فَتَرْكُهُ أَشَدُّ كَرَاهَةً. ردالمحتار ،ج۱، ص۲۳۲
(۳): وقدر الدرهم وما دونه من النجس المغلظ كالدم والبول والخمر وخرء الدجاجة وبول الحمار جازت الصلاة معه وإن زاد لم تجز. الهدایة،ج۱ ، ص۷۱