څوک چي خوراکي شى رانيسي او وې خوري وروسته يې عيب ورته څرګند سي ، ابوحنيفه رحمه الله وايي : مشتري يې د بايع څخه د تاوان اخيستلو حق نلري .
ابويوسف او محمد رحمهما الله تعالي وايي : مشتري حق لري چي د بايع څخه يې د عيب تاوان واخلي .
مثلاً : يو څوک دوا رانيسي وې خوري وروسته ورته معلومه سى چي دا اول نمبر دوا نه وه کوم چي ده رانيوله ، بلکي دوهم نمبر دوا يې ورکړې وه نو د امام صاحب په آند مشتري د تاوان اخيستلو حق نه لري .
ياران وايي : مشتري د تاوان اخيستلو حق لري ،
د اول نمبر او د دوهم نمبر دواو تر منځ چي په قيمت کي څونه تفاوت وي هغونه پيسې به بايع و مشتري ته په تاوان کي ورکوي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي