لیکنه: استاذ سید محبوب شاه ساجد
کوم شى چي د افسوس او له غمه يې د انسان د زړه ويني بهېږي او ځيګر پرې کوي، هغه دا دئ چي نن ورځ موږ مسلمانان وينو چي په څه ډول خپل وختونه ضايع کوي؟ خصوصاً زموږ په ټولنه کي پدې اړه اسراف انتهائي درجې ته رسېدلې دئ ځکه د وخت ضايع کول او پدې هکله اسراف او افراط کول د مال د اسراف څخه ډېر ډېر خطرناک کار او لوى جرم دئ ځکه که مال ضايع سي نو تلافي او جبران يې کېدلاى سي، مګر وخت چي ضايع سي بيا بېرته په لاس نه راځي.
د هغه عباراتو او کلماتو د جملې څخه چي په اکثره مجلسو او غونډو کي د خلګو پر ژبه ډېري عامي ګرځيدلي دي، يو هم د وخت وژني يا ساعت تېروني کلمه ده، موږ وينو چي د وخت په ضايع کولو کي اسراف کوونکي د شپې او ورځي خپل اوږده، اوږده وختونه په بې ځايه مجلسونو، قطو (ورقو) سترنج او نورو روا او ناروا لوبو کي ضايع کوي او د الله جل جلاله د ذکر او لمانځه څخه د بې پروايي او غفلت هيڅ باک نه کوي او نه ورسره د دين او دنيا د فرائضو فکر سته که د دوئ د دغه وخت ضايع کولو په هکله ورڅخه پوښتنه وکړې نو په ساده او واضح ټکو کي به درته ووايي چي: غواړو خپل ساعت تېر کړو دا خواران پدې نه پوهيږي چي چا خپل ساعت تير کړ ( ويې واژه) هغه په حقيقت کي خپل ځان وواژه، ځکه د وخت وژنه او ساعت تېرونه د هغه ځان وژني په معنى ده چي ورو ، ورو يې تدريجاً د خلګو په وړاندي مرتکب کيږي. نو الله جل جلاله دي په مسلمانانو کي دا احساس پيداکړئ چي د وخت يعني د ده د ژوند هره ثانيه ډېره لويه پانګه ده دوئ يې بايد د بې ځايه ضايع کولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
د وخت ضايع کوونکي شيان :
١ـ بې ځايه او بې ګټي مجلسونه ، خبري، بحثونه او بانډارونه کول چي يو خو ګټه نلري او بل هر مجلس د درواغو، غيبت ، مسخرو او ښکنځلو څخه خالي نه وي چي دا بيا دوه زيانونه دي.
٢ـ په ورقو، سطرنج او فلمونو کتلو سره خپل اوږده، اوږده وختونه ضايع کول.
٣ـ د اړتيا پرته ټليفوني اړيکي نيول .
٤ـ پر سپورټي لوبو، فټبال او نورو باندي تر اندازې زيات وخت تېرول.
٥ ـ تر اندازې زيات خوب کول.
٦ـ د مېلو او تفريح لپاره اوږده، اوږده سفرونه کول او هلته ډېر وخت تېرول.
٧ـ د سروز او موسيقى مجلسونه جوړول چي دا کار خپله يوه ګناه ده او بيا خورا ډېر وخت پر ضايع کول.
٨ـ بې ګټي او بې فايدې کله فاحش کتابونه ناولونه او مجلې مطالعه کول او داسي نور….
د وخت د ضايع کېدو د مخنيوي لاري چاري :
د دې لپاره چي وخت ضايع نسي او زياته ګټه تري واخلو نو لاندي کارونه بايد وکړو:
١ـ د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم لخوا چي له کومو شيانو څخه منع سوي يو د هغو څخه په کلکه ځان ژغورل.
٢. په دې لار کي د الله څخه مرسته وغواړو.
٣ـ د الله جل جلاله څخه ډېره بېره درلودل.
٤ـ په سوچ او فکر سره د قرآنکريم تلاوت کول
٥ ـ د الله جل جلاله په لار کي نفقه کول.
٦ـ فکر او ذکر کول.
٧ـ په مسجدونو پوري زړه تړل.
٨ـ غوره وختونه غنيمت ګڼل.
٩ـ ديني، علمي، اخلاقي او تربيوي کتابونه مطالعه کول.
١٠ـ ديني ، درسي غونډو او د ذکر حلقو ته تلل.
١١ـ دځان لپاره نېک او هوښيار ملګرى پيداکول.
١٢ د خپلو ورځنيو، اونيزو، مياشتنيو او کلنيو کارونو لپاره منظم مهال وېش درلودل.
١٣ـ په ژوندکي د هر هدف لپاره لکه آخرت، کورنۍ او دندي لپاره خپل وخت مناسب وېشل.
١٤ـ فضيلت لرونکي وختونه لټول. مثلاً په شپه او ورځ کي د سهار وخت، دڅاښت، د پينځو لمنځونو وختونه، د تهجد وخت، د آذان او آقامت تر منځ وخت. د اوابين لمونځ، په اونۍ کي غوره وختونه لکه دجمعي ورځ، په کال کي غوره وختونه لکه د محرم د مياشتي روژه، د محرم نهمه او لسمه روژه، د شعبان مياشت، درمضان المبارک مياشت، د رمضان آخري لس ورځي، ليلة القدر، د شوال شپږ روژې، د ذوالحجي لومړۍ لس ورځي، د عرفي ورځ او داسي نور چي په دغو وختونو کي لمونځ، روژه ذکر او نور عبادات کول ډېر فضيلتونه لري.
١٥ـ هره شپه يا په اونۍ کي يو ځل دځان سره محاسبه کول.
١٦ـ هر کار ته د هغه د اهميت او ارزښت مطابق وخت په نظر کي نيول.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه