کوم شیان د اسلام عزت له منځه وړي:
لیکنه :نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عن زیاد بن حدیرقال: قال لي عمر: هل تعرف ما یهدم الاسلام؟
قال: قلت:لا؛ قال: یهدمه زلة العالم، وجدال المنافق بالکتاب، وحکم الائمة المضلین.[مشکاة المصابیح\271].
ژباړه: زیاد بن حدیر رضی الله عنه وایي ماته عمر رضی الله عنه وویل: آیا ته هغه شیان پیژنی چې اسلام ورانوي؟ ما ورته وویل:یا؛ ده وویل: اسلام خرابوي د عالم ښوییدل، په قران کریم باندي د منافق جګړه کول اود ګمراه پاچاهانوحکم کول.
تشریح: محدیثینوددې حدیث په تشریح کې لیکلی دي: دغه درې شیان د اسلام عزت له منځه وړي : یو داچې عالم پخپل شرعي مسؤلیت کي ناغیړئ وکړي نو له امله یې په شرعي امورو کي غلطیاني ډیرې سي ،اوبل دا چې منافق سړئ د خپل شخصي هدف د ترلاسه کولولپاره او د یوې ځانګړي موخي د لاسته راوړلوپه موخه په قران کریم باندي استدلال کوي، اوخپل ناروا اعمال په قران کریم باندي توجیه کوي او دریم دا چې بې لاري اوګمراه پاچاهان اومشران د خلګو مینځ کي حکم کوي ددوی فیصلی د خپلوغوښتنومطابق اود هغوی د مزاج موافق آواره وي.
ماخذ:محمدي ملغلرۍ.
www.taleemulislam.net