اِیلاَء لوړي او قسم اخیستلو ته وایي ، خو د فقهي په اصطلاح کي هغي لوړي ته وایي چي سړی یې د خپلي ښځي د نژدېکت څخه لږ تر لږه د څلورو میاشتو لپاره اخلي .
که څوک خپلي ښځي ته داسي قسم واخلي :
و الله لا اقربکِ اربعة اشهر .
و الله که څلور میاشتي در نژدې سم .
او یا د تل د پاره لوړه وکړي ورته ووایي :
و الله لا اقربکِ .
و الله که در نژدې سم .
دا ډول قسم اخیستلو ته ایلاء وایي .
که د څلورو میاشتو په دننه کي یې د همدې ښځي سره جماع وکړله نو قسم پر واوښت ، د قسم کفاره به ورکوي یعني لس مسکینان به یوه ورځ دوه وخته په نس مړوي ، یا به هر مسکین ته یوه یوه جوړه کالي ورکوي .
که د دا دواړو کارونو څخه يې د يوه لا هم توان نه لاره نو بیا به درې ورځي یوه په بلي پسې روژه نیسي .
که ایلاء د څلورو میاشتو د پاره وه نو د قسم په ماتولو یې ایلاء له منځ څخه ځي نور کوم شئ نه لازمیږي .
که ايلاء کونکى د څلور میاشتو په مده کي ښځي ته ور نژدې نه سي او نه جماع ورسره وکړي نو د څلورو میاشتو په پوره کېدلو ښځه پر طلاقه کیږي .
د ایلاء لکبله چي طلاق لویږي هغه بائن طلاق دی د بائن طلاق حکم مو وړاندي ولوستی چي مېړه یې رجوع نسي ورته کولای بلکي نوې نکاح تړل غواړي .
که په نوې نکاح ښځه راضي وه نو د شاهدانو په حضور کي به په جدید ولور نکاح ور سره تړي ، البته دا په هغه حالت کي چي دا یې لومړی یا دوهم طلاق وي ، خو که تر ایلاء دمخه يې دوه نور طلاقونه ورکړي وه ، نو په ایلاء یې مغلظ حرمت تر منځ راځي یعني ښځه دا ډول ځني بېلیږي چي بیا يې نکاح هيڅ کله ور سره تړل کېدلاى نه سي .
که څوک د خپلي ښځي د نژدېکت څخه د تل د پاره قسم واخلي او بیا پر خپل قسم پاته سي ، د څلورو میاشتو په مده کي د ښځي سره جماع و نه کړي ، د څلورو میاشتو په پوره کېدلو یې تر منځ یو بائن طلاق لویږي .
د طلاق وروسته که دوهم ځل یې بیا تر منځ نکاح وتړل سي ، هغه مخکنۍ ایلاء یعني لوړه یې پر ځای پاته ده ، که د څلورو میاشتو په مده کي دننه یې قسم مات کړی د قسم کفاره به ورکوي خو قسم هم نور له منځ څخه ځي او مُنحَل کیږي .
که د ايلاء د طلاق وروسته نکاح تجديد کړي خو د دوهم ځل نکاح وروسته بيا هم نژدېکت ور سره و نه کړي ، څلور میاشتي پر تېري سي بیا د ايلاء لکبله طلاق واقع کیږي او دا دوهم طلاق پر شمېرل کيږي .
که دریم ځل بیا نکاح ور سره وتړي بیا یې هم هغه مخکنۍ ایلاء پر ځای پاته ده ، که د څلورو میاشتو په مده کي يې دننه نژدېکت ور سره وکړی فقط د قسم کفاره پر لازمېږي او د قسم ماتولو سره جوخت یمین هم منحل کیږي .
که دا ځل هم د څلورو میاشتو په مده کي دننه نژدېکت ورسره و نه کړي نو د څلورو میاشتو په پوره کېدلو سره دریم طلاق واقع کیږي ، تر منځ یې سخت حرمت راځي ، بيا يې تر منځ نکاح هم نسي تړل کېدلای .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي