ایډيټ : بصیر یوسفزی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په اروپا کې چې د سیاسی ګوندونو کوم نظام رائج دی هغه د ځواک دلاسته راوړو یوه لوبه ده چې په اسلام کې ورته ځای نه سته ، مسلمان امت د يوه بدن په څیر دی چې په مستقل ډول هغه د ځواکمن او مخالف ترمنځ ويشل نه د شریعت غوښتنه ده او نه د عقل او پوهې غوښتنه ، په اسلامی نظام کې د د احتساب او محاسبي ګوند ګته ور او ضروری دی خواختلاف د اختلاف په خاطر یا اختلاف د ځواک په خاطر ته په اسلام کې ځای نه سته که څه هم په اسلام کې د تنظیم یا انجمن جوړول منع نه دی ۔
د دین د بلنې، د اسلام د تبلیغ د ښووني او روزني او نورو ټولنیزو خدمتونو د تر سره کولو له پاره ډلي او ګوندونه جوړول بی له شکه روادی، داسی ګوندونه د هیواد پر مشر د راټولید و او اتحاد په صورت کې د يوه واحد بدن د مختلفو اعضاو په څیرکار کوی ، دا ډول ډلي اوګوندونه د امت دیوالی سره منافی نه دی لکه څنګه چې په فقهی او قانونی مسائلو کې د امت د فقها و فکرونه او نظریات مختلف دی.
ځکه ځنی مسلمانانو په یوه امام ډیر اعتماد کړی او ځینی نورو پربل ډير اعتماد کړی ، خو دی فروعی او فقهی اختلافاتو ته، د وحدت او یووالی منافی نه سو ویلای ، په دی شرط چې د تعصب او کینی په اساس دغه اجتهادی اختلافات د ډلیزو شخړو ذریعه ونه ګرځوی په همدی توګه په سیاسی او ملی معاملاتو کې هم د غیری منصوصو احکامو په اړه مختلف سیاسی فکرونه او نظریی کیدای سي ، او د هري نظريي خلک خپل سیاسی ګوند جوړولای سی ، د دی د ممنوعیت له پاره هیڅ دلیل نه سته ، دا ډول ګوندونه د ملي ادارو له پاره موزون او پوه نمایندگان کاندیدولای سی ! د لومړی خلیفه د ټاکلو په وخت کې د اسلامی امت یوی ډلی یعنی د مهاجرینو له طرفه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د حضرت عمرفاروق رضی الله عنه یا حضرت ابوعبیده رضي الله عنه نوم وړاندی کړی وه.
او د بلی ډلی یعنی انصارو لخوا حضرت سعد بن عباده رضي الله عنه راوړاندی سوی وه خو اخر دواړه ډلی د حضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه په خلافت متفقی سوی ، څرګنده سوه چې مختلفی ډلى مختلف کسان د کانديد په توګه د قوم او ملت مخی ته وړاندی کولای سی .
سیاسی ګوندونو ته دا ضروری ده چې اساسنامی یی د اسلام مطابق وی ، او د هر ګوند د انتظامی ( اداری) ، اقتصادی ، او ټولنیزو اصلاحاتو له پاره ځانته بیل منشور جوړولائی سی، او د نورو ډلو څخه مختلفی مادی په خپلی اساسنامه کې ځای پر ځای کولای سی ، خو که چیری د اسلامی نظام د اصولی قطعی ، او اجماعی احکامو په خلاف کومه ماده د کوم ګوند په اساسنامه یا مرامنامه کې ځای په ځای کړل سوه ، نو بیا داسی ګوند ته د کار کولو اجازه نه ورکوله کیږی، په همدی توګه دایو لازمی شرط دی چې د دی ډلو د کار طریقه فساد فی الارض یا افتراق و انتشار پیدا کول نه وی د هغوی مشر به د اسلام د ښوونو مطابق د ملت سیاسی روز نه کوی ، او د هغوی نمایندګان به هم د اسلام په معیار پوره برابر وی. که چیری د ملت سیاسی شعور د پخلنی مرحلی ته ورسیږی نو هغه به پخپله دا اوسنی سیاسی لوبغاړی مسترد کړی .
ماخذ : اسلامي سیاست
www.taleemulislam.net