تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام په دعوت سره خپور سوی دی
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 8, 2020
  0

اسلام په دعوت سره خپور سوی دی

 
لیکوال : نثار احمد صمد واصفي
 
که موږ د اسلامي هیوادونو تاریخ په غور او دقت سره ولولو ، نو داسي شواهد به و نه وینو چي ترې ثابته سي چي اسلام په زور یا توره سره پکښي خپور سوی دی . که بالفرض اسلامي لښکر ورغلی هم وي ، هغوی یوازی دعوت ورکړی دی نه په جبر د مسلمانېدو خبردارئ یا اخطار ! دا د مسلمانانو اخلاق ، سلوک او معاملات وو چي د اړونده هیواد خلک به یې اسلام ته جلبول او جذبول .
 
لیری به نه ځو ، زموږ د خپلو نیکه ګانو د مسلمانېدو تاریخ ته به مراجعه وکړو چي هغوی څنګه مسلمانان سوي دي .
 
په هر صورت ، هغوی چي وایی اسلام هر ځای د تورې په زور خپور سوی دی ، باید متوجه اوسي چي :
 
۱ ـ مسلمانانو پر مصر باندی ۱۴۰۰ کاله حکومت کړی دی ، خو نن هلته څه نا څه ۱۴ ملیونه عیسویان اوسیږی . که د زور او توري خبره وای نو نن به هلته هیڅ عیسویان نه وای . دا خو لا څه موده برتانویانو او فرانسویانو هم واک او استعمار پر چلولی دی او ښایی یو څه یې عیسویان کړي هم وی خو مسلمانانو په ۱۴۰۰ کاله کی دا کار نه دی کړی .
 
۲ ـ مسلمانانو پر اسپانیا باندی څه باندی ۸۰۰ کاله حکومت کړی دی ؛ خو دا چي مسلمانان د الهي پیغام په رسولو کی ناکام وو نو ځکه په لغته ووهل سول او د اسپانیې څخه وشړل سول . همدا یې جزا وه چي د زور او توري څخه یې کار نه واخیستی ! حتی که هغوی یو کوچنی فشار هم ( مثلأ اقتصادي یا بل ) په ۸۰۰ کلنه اوږده موده کی تحمیل کړی وای ، نو نن به حتی یو عیسوئ هم هلته نه وای .
 
۳ ـ مسلمانانو پر هند باندی څه باندی لس پیړۍ یعنی یو زر کاله واک چلولی دی ، خو تر ویش وروسته ولی په هند کی مسلمانان یوه حصه او هندوان درې حصې دي ؟ که مسلمانانو د زور او توري څخه کار اخیستی وای باید نن هلته هندوان نه وای !
 
۴ ـ کوم مسلم قوماندان یا پوځ اندونیزیا ته تللی دی ؟ کوم اسلامي پوځ مالیزیا ته تللی دی ؟ کوم اسلامي قوماندان مالدیو ته ورغلی دی ؟ کوم مسلم پوځ نایجریا ته تللی دی ؟ کوم اسلامي پوځ د ختیځی افریقا سواحلو ته تللی دی ؟ ځواب : هیڅ ! نو هغوی په کومه توره مسلمانان سوي دي ؟
 
۵ ـ د مؤثقو راپورونو او منابعو له مخي همدا نن هر کال تقریبأ شل زره برتانویان او امریکایان په اسلام مشرف کیږی . که نور اروپایان ، افریقایان ، جاپانیان ، کاناډایان ، اسټرالویان... هم پر اضافه کړو نو د کاله به دا شمیر پنځه ویشت ـ دیرش زرو کسو ته ورسیږی . دا په کومه توره مسلمانان کیږی ؟ ځواب : دا د عقل ، فکر ، تعمق او علمي تحلیل په توره مسلمانان کیږی ! جورج برنارډ شا ویلی وو : که یو دین په برتانیه کی قوي کیږی ، نو دا به اسلام وی چي له امله به یې په راتلونکو سلو کالو کی برتانیه مسلمانه سي !
 
هو ، دا د مسلمانانو ناکامي ده چي خپل مسؤلیت او رسالت یې نه دی ادا کړی ؛ که نه نن به هیڅ بودیزم ، هندویزم ، عیسویزم ، یهودیزم ، کمونیزم ، کپیټلیزم او فلانی ایزم ـ فلانی ایزم نه وای بلکی ټوله به مسلمانان وای . دا ځکه چي الله تعالی فرمایی : اُدعُ اِلا سَبِیلِ رَبِکَ بِالحِکمَةِ وَ المَوعِظةِ الحسنةِ وَ جَادِلهُم باِلتِی هِیَ احسَنُ ( النحل : ۱۲۵ ) . خو موږ مسلمانانو دغه دعوت هیڅ نه دی تعمیل کړی لاکن برعکس د توري او زور تهمت راباندي تړل کیږی او زموږ سیکولران هم ورته نڅیږی.
 
 
 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته