تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي (دوهمه برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 13, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


موسیقي په اسلام او ساینس کي 
(دوهمه برخه) 
ماولی داڅېړنه وکړل؟


داچي کفري نړۍ پر مسلمانانو علاوه له فوځي، اقتصادي، سیاسي یرغل څخه فکري يرغل هم کوي، نو ځکه دوی کوښښ کوي چي داسي ډلي او اشخاص تربیه او پیدا کاندي چي په اسلامي امت کي اختلافات پیدا کړي، مسلمانان پخپلو عقائدو او نصوصو کي شکمن و ساتي، خپل شبهات څرګند کړي تر څو ځوان قشر ګمراه  او د هدایت د ښکلې لارې څخه و دوږخ ته سوق کړي؛ نو ځکه یو د هغو فتنو څخه د مستشرقینو ډله ده چي تل حلال ته حرام او حرام ته د حلالو نسبت کوي، لکه دوی چي وايي چي (موسیقي په اسلام کي د روح غذا او حرامه نه ده) العیاذ بالله.


مستشرقين څوک دي؟


مستشرق د باب استفعال د استشراق د اسم فاعل صیغه ده، چي (س) او (ت) د مبالغې لپاره پکښي ده، چي لغوي معنا یې ده ( ښه رڼا حاصلونکي) او په اصطلاح کي مستشرقین هغه عیسايی راهبان دي، چي په اسلامي علومو کي یې پوره مهارت حاصل کړی دی او اصل موخه یې داده چي په اسلام کي شکوک او شبهات پیدا کړي او پر اسلام باندي بې ځایه اعتراضات وکړي.


 ٖپه منظم ډول سره د استشراق په نامه دا مکتب د ۱۸ میلادي پېړۍ په پای کي را څرګند سو، چي د بریتانکا د دائرة المعارف په آند چي لومړی مستشرق پروفیسر جي اې ویلیم وو (۱۸۱۱- ۱۸۵۲ م) ، چي دا لړۍ اوس روانه ده، چي دوی ددې لپاره پوره نړیوال کورسونه او پوهنتونونه لري.


داچي دوی د تاریخ په اوږدو کي هر ځای د الله جل جلاله په پوره فضل سره د جنګ په میدان کي ماتې خوړلې ده؛ نو ځکه دوی دغه فکري محاذ خلاص کړئ، تر څو ددې محاذ له لاري څه لاسته راوړي، دغه مستشرقین په احادیثو کي تخصص کوي او بیا پر احادیثو باندي اعتراضونه کوي، دوی په تفاسیرو کي تخصص کوي او بیا پر تفسیرو باندي اعتراضونه کوي، دوی په فقه شریفه کي تخصص کوي او بیا پر فقه شریفه باندي اعتراضونه کوي، دوی په سیرت النبي کي تخصص کوي او بیا پر سیرت النبي باندي اعتراضونه کوي او داسي نور...


دوی ډېر متعصب او سپین سترګي اشخاص دي و ماته د قرآنکریم دغه مبارک ایات رایاد سي: (قَدْ بَدَتِ ٱلْبَغْضَآءُ مِنْ أَفْوَٰهِهِمْ وَمَا تُخْفِى صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ )ـ سورت آل عمران: ۱۱۸


ژباړه: د هغو د زړه دښمني له خولې څخه راوځي او څه چي هغوی پخپلو سینو کي پټ ساتلي دي هغه له دې څخه زیات دي.


دوی به تر قیامته پوري پوره کوښښ کوي، چي د اسلام مبارک دین له منځه یوسي خو دا د دوی د توان کار نه دی، بلکي دوی به له منځه ځي، الله رب العزت فرمايي: يُرِيدُونَ لِيُطْفِـُٔوا نُورَ ٱللَّهِ بِأَفْوَٰهِهِمْ وَٱللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْكَٰفِرُونَ (سورت الصف: ۸)


ژباړه: دوی د خولو په پوکيو سره د  الله جل جلاله د رڼا مړه کول غواړي او د  الله جل جلاله فیصله داده چي چي هغه خپله رڼا بشپړه خوره کړي که د کافرانو دا هر څومره بده ايسي هم.


د نړۍ څو مشهوره مستشرقين


درمنګم، نولدکې، تامس کارلائل، بلاشیر جیفری، ګولډزیهر، ګریم، ګب، ټسډال، الحداد، هوبرټ ګریم، ګریم کس، ګستاؤلیبان، ویلز، کلیمنټ، وارټ، پروفیسر تور آندرې، کازانوا، ډاکتر منجانا او داسي نور...

دغو مستشرقین پر اسلام باندي مختلف اعتراضونه کړي دي، د بېلګي په ډول سره: قرآنکریم د خدای کلام نه دی، دا ځکه یو مستشرق وايي چي محمد صلی الله علیه وسلم دغه قرآنکریم له زید بن حارثه څخه زده کړ(العیاذ بالله)، بل مستشرق وايي چي له ورقه بن نوفل څخه یې زده کړ، بل مستشرق وايي چي له شاعر امیه بن  ابی الصلت د شعرو څخه یې را اخستی دی، بل مستشرق وايي چي د امرؤ القیس د شعرو ټولګه ده، ځیني وايي چي قرآنکریم له تورات او انجیل څخه اخیستل سوی دی . (العیاذ بالله ) (مجلة العالم الاسلامی اکتوبر ۱۹۵۵)
همداسي دوی په لکونو احمقانه، د تعصب او حسد څخه ډک اعتراضات پر اسلام باندي کړیدي، چي ځیني به زما په راتلونکي کتاب (سالم فکر وکړئ) کي به ځواب سي او همدارنګه به د مستشرقینو په هکله بشپړ معلومات پکښې وي. ان شاء الله


دغو مستشرقینو بیا په اسلامي نړۍ کي ځنیي داسي مشهورې څېرې د مادیاتو په مقابل کي استخدام کړیدي چي په نامه مسلمانان بیا دغه د مستشرقینو دنده و سرته رسوي، لکه غلام احمد پرویز، غلام احمد قادیانی، جاوید احمد غامدی چي مطلق له مبارکو احادیثو څخه منکره دي، مولانا وحیدالدین زمان خان هم له ډیرو احایثو څخه منکره دی، چي ما د وحیدالدین او جاوید احمد غامدی د شبهات رد کړی او علمي ځواب مي په تفصیل سره زما په چاپ سوي کتاب (نړیوال سوالونه ځوابونه) کي ورکړی دی، د غلام احمدپرویز ډله (پرویزان) وايي چي موږ صرف قرآن منو او احادیث نه منو، جاوید احمد غامدی وايي چي قرآن منم او په احادیثو کومه عقیده نه ثابتیږي.


نور بیا...

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته