تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۸۵۵)
نوم: خان
سوال : که چیري یو څوک د لاس په واسطه خپل شهوت پوره کوي نو ددې څخه د ځان خلاصول څنګه کیږي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
له دغه بد او ملعون عمل څخه د خلاصون لاره داده:
په حديث شريف کي راغلي دي، او علماء کرامو هم فرمايلي دي: په داسي حالت کي چي پر انسان باندي شهوت غالب سي، نو نکاح دى وکړئ، او که چيري د نکاح طاقت ونه لري بيا دي روژې ونيسي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فَقَالَ عَبْدُ اللَّهِ لَئِنْ قُلْتَ ذَاكَ لَقَدْ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ « مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ مِنْكُمْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ ». ابوداود: کتاب النکاح: باب التحرض على النکاح، د رقم٢٠٤٦، ج١، ص٢٩٥، طبع رحمانيه.
(٢): الاستمناء بالكف وإن كره تحريما لحديث ناكح اليد ملعون. الدر المختار: ج٢، ص١٠٩.طبع رشيديه.
(٣): هو عقد يرد على ملک المتعة فصلاً وهو سنة وعند القوقان واجب. متن کنز الدقائق: ص٩٧. طبع مکتبه ناظم آباد کراچي.
جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان