تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (٨۸۱)
نوم: نوري
سوال :ايا دا رښتيا ده چي ځني کسان دغه شعر وايي: که صورت د محمد نه واى پيدا، پيدا کړى به خداى نه واى دا دنيا. که په دغه اړه څه معلومات راکړي ډېره مهرباني به مو وي.
جواب :
حامداً و مصلياً
پورتنى بيت د عبدالرحمن مهمند د اشعارو څخه دى، د ابن عساکر او ځينو نورو د رواياتو څخه ورته مطلب ثابتيږي، امام صغاني د لولاک لما خلقت الافلاک حديث موضوعي ( يعني د درواغو جوړ سوى حديث) بللى دى، خو وايي معنى ئې د ابن عباس د روايت له مخي صحيح ده. والله اعلم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): حديث لولاکه لما خلقت الافلاک قال الصغانى انه موضوع کذا في الخلاصة لکن معناه صحيح فقد روي الديلمى عن ابى عباس رضي الله تعالى عنه مرفوعا: اتاني جبرائيل فقال يا محمد لولاک لما خلقت الجنة ولولاک لما خلقت النار وفي رواية ابن عساکر لولاک لما خلقت الافلاک. الموضوعات الکبرى: ص ١٩٤للمحدث العلامة ملا علي القاري الحنفي رحمه الله. طبع قديمي کراچي.