تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۰۹)
نوم: شیرخان همکار
د اوسېدو ځاى: ( کندهار افغانستان)
سوال : په ډیرو کورنیو کي خلګ د احترام په خاطر په نارینه او ښځو باندي د اصلي نومو پر ځای نور نومونه ایږدي، دغه نومونه که غیر اسلامي پر ایږدي دا څنګه دي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
غیر اسلامي نوم یعني د معنا او مفهوم له مخي ناسم نوم ایښودل جواز نه لري، په هره ټولنه کي چي مشران پخپلو نومونو مخاطب کول بي ادبي ګڼل کیږي، د مشرانو د اکرام له کبله هغوی باید په ښو القابو او نومونو ونومول سي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عن ابن عباس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ليس منا من لم يرحم صغيرنا ويوفر كبيرنا ويأمر بالمعروف وينه عن المنكر. رواه الترمذی.
(۲):وعن أنس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " ما أكرم شاب شيخا من أجل سنه إلا قيض الله له عند سنه من يكرمه " . رواه الترمذي. مشکوة باب الشفقه والرحمة علی الخلق.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان