د بيعې د اتو قسمونو څخه مو شپږ قسمونه د هغو د شرطونو په ړنا کي وپېژندل اوس لازمه بيع او غير لازمه بيع درپېژنو .
د بيع او اجارې تړون هغه مهال لازميږي چي د مُتَعَاقِدَيْنو څخه يو لا هم په تړون کي داسي خيار و نه لري چي لکبله يې تړون فسخ کولاى سي .
دا ډول خيار کله د تړون کونکي لخوا ځان ته ثابتيږي مثلا بايع يا مشتري پدې شرط سودا وکړي چي تر ټاکلي ميعاد پوري که يې خوښه نه سوه نو سودا فسخ کولاى سي .
کله بيا د شريعت لخوا يوه ته د فسخ کولو اختيار ورکول کيږي لکه د خيار عيب لکبله د سودا فسخ کول نو ځکه د بايع او مشتري ترمنځ چي ايجاب او قبول پداسي حال کي وسي چي يو لا هم خيار و نلري نو بيع لازميږي .
بيع چي لازمه سي بيا نه بايع او نه مشتري د پښيمانۍ حق لري بلکي مشتري به بايع ته ثمن ورکوي ، بايع به مشتري ته مَبِيعَه تسليموي ليکن د خيار له کبله يې سودا فسخ کېدلاى سي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات