تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۱۳)
نوم: موسی
د اوسېدو ځاى: ( جلال اباد )
سوال : کله چي یو کس د ماپښین یا د مازیګر په لمانځه کي یو رکعت ونیسي نورو رکعتونو کي به مقتدی اول ډک رکعتونه راګرځوي که تش؟
جواب :
حامداً و مصلياً
اول دوه رکعتونه ډک ورپسې یو رکعت تش ادا کیږي، خو د اول رکعت وروسته به کښیني تر ناستي وروسته به بیا دوه رکعتونه ادا کوي چي اول رکعت به ئې ډک کوي او دوهم به ئې تش ادا کوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ويقضي أول صلاته في حق قراءة وآخرها في حق تشهد قال العلامة الشامی: وقالا ركعة بفاتحة وسورة وتشهد ثم ركعتين أولاهما بفاتحة وسورة وثانيتهما بفاتحة خاصة. ج۱، ص۴۴۱، قبیل باب الاستخلاف.
(۲):والمسبوق: من سبقه الإمام بكل الصلاة أو ببعضها. وحكمه أنه كالمنفرد بعد البدء بقضاء ما فاته، فيأتي بدعاء الثناء، والتعوذ لأنه للقراءة، ويقرأ؛ لأنه يقضي أول صلاته في حق القراءة. الفقه الاسلامي: ج۲، ص۲۱۰.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان