عرفات به مې تر مرګه هیر نه سي
د سوک وهني اتل محمد علي
لیکنه: علي الله متوکل الرحمن/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د لوی ختر د خوښیو څخه ډکه ورځ را روان ده او تردې ورځي فقط یوه ورځ وړاندي د عرفات پر غونډی د نړۍ له هري ګوښي څخه د تور، سپین، غنم رنګه او بېلا بېلو نژادونو خلک راټولیږي او ټولو د سپینو لباسونو په درلودلو سره و لایزال رب ته لاسونه کچکول کړي وي، ترسترګو ئې اوښکۍ بهیږي.
په ۱۹۶۵ میلادي کال کي و اسلام ته نوی راغلی مسلمان او د نړۍ تکړه د سوک وهني اتل محمد علي د عرفات د غونډی او څرنګوالي په هکله وایي: "هیڅ خوشحالي مي دومره زیاته نه ده احساس کړي لکه د حج په دوران کي د عرفات پر غونډی د دریدو خوشحالي، ځکه دا هغه ورځ ده چي خان، غریب، عالم، باچا او واکدار ټول په دوو سپینو ټوکرانو کي د خپل الرحمن لایزال رب جل شانه په وړاندي دریږي او د مغفرت دوعاګاني ځني غواړی، او ددې خوشحالی خوند به راسره تل یاد وي.