تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۳۵)
نوم: هدایت الله
سوال : د جمعې د ورځي آخر ۲رکعته سنت او نفل دي او په نه کولو ئې څه کیږي زه ئې نه کوم دا څنګه دی؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د جمعې د ورځي آخري دوه رکعته سنت غیر مؤکده دي.
اصلاً سنت او نفل د فرض لمانځه د تکمیل لپاره وضع سوي دي، که چیري نقصان په فرض کښي راسي، د هغه جبیره( پوره والی) په سنتو او نفلو سره کیږي، نو یوه مسلمان لره په کار نه دی چي په سنتو کښي کوتاهي او سستي وکړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قال العلامة العثمانی: عن ابی عبدالرحمن السلمی.... فان عبدالله بن مسعود رضی الله تعالی عنه یعلمنا ان نصلی اربع رکعات بعد الجمعة، حتی سمعنا قول علی: صلوا ستاً الخ ذهب البه ابویوسف من ایمتنا ان السنة بعد الجمعة ست رکعات... الخ. اعلاء السنن کتاب الصلوة باب النوافل والسنن: ج۷، ص۱۷، دارالکتب العلمیة، بیروت.
(۲): و کذا في فتاوي محمودیه: ج۸، ص۳۴۴.
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان