ليکوال : مولوي عصمت الله عزام
د ګناهونو دُنيوي او اُخروي زيانونه (۲ ) برخه
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :
۲ – د ګناهونو له امله د انسان ژوند تنگېږي .
مال به لري، اولاد به لري، د خپلي خوښي خوراک به کوي، د خپلي خوښي استوگنځی به لري، د ژوندانه د هوسايني ټول اسباب به ور سره وي، خو بيا به يې هم ژوند په تنگ وي .
الله تعالی فرمايي : وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (الآية، سورة طه :124)
ژباړه : او څوک چي زما له ذکر ( قرآن ) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره تنگ ژوند دی او د قيامت په ورځ به يې ړوند را پاڅوو !!
۳ - گناهونه د زړه د زنګ او توروالي لامل دي .
الله - جل جلاله - فرمايي : كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (سورة المطففين : ۱۴)
ژباړه : هيڅکله نه، بلکي د دوی په زړونو هغو عملونو زنگ اچولی, كوم چي به دوی کول!!
رين د زړه مرض دی لکه څنګه چي زنګ د اوسپني لپاره مرض دی،کله چي يوه اوسپنه زنګ وکړي, له کاره لوېږي او طاقت هم له لاسه ورکوي .
دغسي د زړه زنګ هم زړه له کاره اچوي .
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ - رضى الله عنه - قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-: إنَّ الْمُؤْمِنَ إذَا أَذْنَبَ نُكِتَتْ نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ فِي قَلْبِهِ فَإِنْ تَابَ وَاسْتَغْفَرَ صُقِلَ قَلْبُهُ وَإِنْ زَادَ زَادَتْ حَتَّى تَعْلُوَ قَلْبَهُ فَذَلِكُمُ الرَّانُ الَّذِي ذَكَرَ اللَّهُ تَعَالَى : كَلًّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ. رواه أحمد والترمذي وابن ماجه وقال الترمذي : هذا حديث حسن صحيح ، مشکوة المصابيح ص : ۲۰۴ ج : ۱)
ژباړه : له حضرت ابوهريره – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : کله چي مؤمن يوه گناه وکړي، د هغې له امله يې په زړه کي تور داغ ولگېږي، که توبه وباسي او بخښنه و غواړي، زړه يې صفا شي .
که ( توبه و نه باسي ) نوري گناوي زياتي کړي، هغه تور داغونه زياتېږي، تر دې چي په زړه يې راپورته شي،( يعني زړه يې پټ کړي ) نو دا هغه زنگ دی چي الله تعالی په خپل کتاب کي ياد کړی دی : كَلًّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ !!
۴ – د گناهونو له امله د الله پاک او بنده تر منځ حجاب او پرده رامنځته کېږي چي له امله به يې د قيامت په ورځ د الله پاک له ديدار څخه محروم وي .
الله تعالی فرمايي : كَلَّا إِنَّهُمْ عَنْ رَبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ (المطففين :۱۵)
ژباړه: هيڅکله نه،په هغه ورځ به دوی بې شکه د خپل رب ( له ليدلو ) څخه په پردو کي ( بې برخي ) وي!!
( نور بيا ...)
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين.
------------------------------
سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه
اړونده ليکني: