تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مورنۍ مينه بې وفا زامن
  تعليم الاسلام
  October 14, 2017
  0

ژباړي: حمدالله"حلميار"/تعليم الاسلام ويب پاڼه

 

د ښار د څنډي په یوه ریسټورانټ کي له ملګرو سره ناست وم، له ډوډۍ خوړلو وروسته مي یوې عمرخوړلي ښځي ته ورپام سو، چي زموږ د خوراک له مېز څخه ئې د خوراک پاتي شوني ورټول کړل او بیا پر ځمکه ورته کښېناسته تر څو وئې خوري... زه ورپاڅېدم او ځني ومي پوښتل: ادې ولي دلته ناسته یې؟
څوک درسره نسته، چي ډوډۍ درته را وغواړي؟


په ترخه موسکا ئې ځواب راکړ: زوی مي سهار دلته راوستم؛ ویل په ښار کي په څه کار پسي ځم، ته دلته انتظار سه... دادی اوس نژدې نیمه شپه سوه، خو د زویک مي لا درک نسته، ډېره مي ورته اندېښنه ده. خدای مه کړه څه ورباندي سوي نه وي!!


ما د ریسټورانټ کارکونکي ته د ګرم او تازه خوراک د راوړلو وویل او حساب مي ئې ورکړ... ښځه، چي یخنۍ کپوله په دواړو لاسونو ډوډۍ وخوړله... ورته ومي ویل: که دي د زوی نمبر لرې، چي حال ئې درته ولګوو... جيب ته ئې لاس کړ او یو کاغذ ئې راته ونیو...! کاغذ چي مي ولوست، نو د بدن ورېښتان مي شخ-شخ سول...!!!


زوی ئې پر کاغذ لیکلي وه: که هرچا دا بوډۍ وموندله، نو د مهربانۍ له مخي دې څېرمه مرستون ته ورسوي...!


ژر مې کاغذ قات او زړې ښځي ته مي ورکړ. ما ورته وویل: ادې راځه زه به دې کورته ورسوم...! ویل: يا زه همدلته انتظار کوم... زوی مي ضرور راځي...


یخنۍ اخیستې وه، خپل جاکیټ مي ورپرېښووی... ریښتیا - رښتیا مي هم ورته نه سوای ویلای... بس غمجن ورڅخه د کور په لور روان سوم. د شپې تر ناوخته خوب نه راتلی، راپاڅیدم، ما ویل درځه وګورم که چیري، ئې زوی ورپسي راغلی وو

او بېولې ئې وه، نو لږ به مي وجدان ارام سي... موټر کي د ریسټورانټ په لور ولاړم، چي د هوټل مخي ته ورسېدم، ګڼه ګوڼه مي ولیده، د امبولانس اشارو مي زړه نور هم واچاوه... چي نژدې ورغلم، ومي لیدل، چي هغه بې چاره مور وفات

سوې ده، زما پوخ یقین سو، چې ګنې یخنۍ وژلې ده... ډاکټر ویل: مړی لا وارثه دی، خو داسي ښکاري، چي د ژوري اندېښنې له امله ئې ضغط او فشار پورته سوی او د مرګ لامل ئې ګرځېدلی...
مور ئې د زوی اندېښنې زاره ترکې کړې وه.


یادونه: کیسه د پرمختللي ټولني انځور وړاندي کوي، چيري چي د مور او پلار لپاره ده.

 

ماخذ: تعليم الاسلام مجله (۲۲) ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته