خيار عيب
په بيع کي دريم خيار کوم چي په هغه مشتري سودا فسخ کولاى سي خيار عيب دى .
د عيب پېژندنه
خيار عيب په هغه عيب ثابتيږي چي د هغه له کبله د مَبِيعِې په قيمت کي کمي راځي .
په مَبِيعَه کي دا ډول عيب چي لکبله يې په قيمت کي کمي نه راځي پر عيب نه شمېرل کيږي . البته دا د تجارانو په اصطلاح او عادت پوري اړه لري چي په کوم عيب يې پروا کوي او په کوم عيب يې پروا نه کوي .
ځکه ځيني شيان داسي دي چي په هغو کي معمولي داغ لا هم عيب بلل کيږي او د شي قيمت په کميږي خو ځيني نور بيا دا ډول شيان هم سته چي ډېر عيب يې لا هم څوک پر عيب نه ګڼي او نه د مَبِيعِې پر قيمت اثر اچوي .
د مَبِيعِې په هغه عيب مشتري سودا فسخ کولاى سي چي هغه مشتري نه ليدلى وي او نه په خبر وي .
د مَبِيعِې په هغه عيب مشتري سودا نه سي فسخ کولاى کوم چي د سودا په وخت کي يې ليدلى وي يا په خبر وي ، ځکه په هغه دى راضي سوى دى .
دغه ډول که بايع د عيب څخه ځان بري کړي، مثلاً : مشتري ته ووايي : دغه شى که ښه دى او که بد دى ، په دونه يې درباندي خرڅوم ، هر عيب چي پکښي وي ، هغه په ما اړه نه لري ، مشتري که د بايع برائت قبول کړ سودا يې وکړه نو بيا يې په خيار عيب نسي فسخ کولاى .
په خيار عيب کي مشتري اختيار لري ، سودا فسخ کوي او که په مخکني ټاکل سوي قيمت يې قبلوي ، خو داسي نه سي کولاي چي مَبِيعَه را وګرځوي او د عيب تاوان يې ځني واخلي .
د مثال په ډول يو څوک بايسکل په درې زره افغانۍ رانيسي ، د سودا وروسته د بايسکله په عيب خبر سي مثلاً د بايسکله ميل اکسيجن سوى وي ، دلته مشتري په دوو شيانو کي اختيار لري يو دا چي سودا فسخ کړي ، خپلي درې زره افغانۍ د بايع څخه واخلي او يا په هماغه درې زره افغانۍ يې قبول کړي . خو مشتري داسي نسى کولاى چي بايسکل را وګرځوي او د ميل د ماتوالي لکبله د درو زرو افغانيو څخه يو مقدار په تاوان کي ځني راوګرځوي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي