د حوالې ايجاب او قبول چي وسي نو پور د مُحِيل د ذمې څخه د مُحَالُ عَلَيْه ذمې ته انتقاليږي مُحَال نور د مُحِيل څخه د پور مطالبه او غوښتنه نه سي کولاى .
په مخکني مثال کي بکر زيد ته پر خالد حواله ورکړې وه ، زيد او خالد چي د بکر په حواله راضي سول نور نو زيد د بکر څخه د پيسو غوښتنه نسي کولاى ځکه د زيد پور د خالد و ذمې ته نقل سو ، هغه يې د ادا کولو مسؤليت پر غاړه لري .
------------------------------------
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي