تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسانیت تعریف
 
  December 16, 2015
  0

رالېږونکی: ښاغلی ډاکټر نثار احمد صمد، کاناډا

د انسانیت تعریف : یو چا د احنف بن قیس رحمة الله علیه  څخه وپوښتل چي انسانیت یعني څه ؟ داسی یې ورته وفرمایل :

۱ - تواضع کول ، سره له دې چی شتمني او ثروت ولرې .
۲ ـ عفو کول ، سره له دې چي د بدل او انتقام قدرت ولرې .
۳ ـ د خلکو سره دوستي او مرسته کول ، بېله کوم منت څخه .
۴ ـ د قهر او غوصې پر مهال د تلوار پر ځای د صبر  او زغم څخه کار اخیستل،
 
البته په صبر کولو کي درې ګټي نغښتي دي : 

لومړی- له امله یې خوښي او نیکمرغي منځته راځي .
دوهم ـ له امله یې ټول خلګ ستاینه کوي .
درییم ـ له امله یې د الله عزوجل په دربار کي تر ټولو ښه اجر او ثواب ګټې . 

خو په تلوار او عجله کي یې دغه زیانونه پېښېږي :

لومړی ـ له امله یې پښېمانه او سرځوړی کیږي.
دوهم ـ له امله یې هر څوک ملامت او بد بولي .
دریم ـ له امله یې د الله تعالی په دربار کي تر ټولو بده سزا ورکول کیږي. 

الحِلمُ اوَله مُر مذاقته لکن آخِرهُ احلی مِن العسل ( د صبر مزه لومړی ډیره ترخه وي لاکن په پای کي تر عسلو هم خوږه وي ) هو ، انسان هم چي ناروغ سي د جوړتیا لپاره یې دوا ترخه وي ، په مشکل سره یې خوري ، تندی یې تریو نیولی وي . پوښتنه دا ده چي ولي دغسی کوي ؟ دا ځکه چي انجام او عاقبت یې مد نظر نیولي وي چي هغه روغتیا ، شفا او سلامتیا ده . مؤقتأ پر ځان دغسي تکلیف او عذاب تیروي خو راتلونکی یې سم او سالم وي . نو څومره به ښه وي چي موږ هر څوک دغسي عارضي او مؤقتي تکلیف پر ځانونو تیر کړو تر څو نهائي ثمره یې خوږه وي ، ان شاالله .

منبع : د لیکوال اثر : ( اخلاقي کنایې ـ لومړی جلد ؛ ۲۰۱۲ ) ؛  ۳۲۴ ـ ۳۲۵ مخونه .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته