ليكنه: محمد نبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
مهربانه اوسئ
مهرباني او دلسوزي ستاسو د روحيې په پياوړتيا او له ژوند څخه د رضايت په ډېرښت کې مرسته کوي. کوښښ وکړئ تل مهربان اوسئ؛ له خلکو سره په اړيکو او تعاملاتو کې له مهربانۍ کار واخلئ(د خوشحاله خلکو ځانګړني کتابتون ویبپاڼه). د پوهانو په خبره: مهرباني هغه فکر، احساس یا باور دئ، چي نورو ته له ګټه رسوني سره تړاو لري، نو پر همدې اساس مهربانه کړني او د مهربانه کارونو په اړه فکر کول ستاسو پر دماغ مثبت اغیزه لري، د ویني فشار مو کښته کوي، له ژور خپګان او اضطراب څه مو ژغوري، د دې تر ځنګ نور کسان ستاسو په وړاندي غوره احساس، مهربانه زړه او نېک عمل ته هڅوي.
www.taleemulislam.net