ايجاب او قبول د حوالې رکنونه دي ، په حواله کي ايجاب د مُحيْل د خوا او قبول د مُحَال او د مُحَالُ عَلَيْه لخوا کيږي .
په مخکني مثال کي مُحَال زيد دى ، که هغه د بکر حواله قبوله نکړي نو د زيد پور د پخوا په شان د بکر پر ذمه پاتيږي .
دغه راز که مُحَالُ عَلَيْه چي خالد دى د بکر حواله پر ځان قبوله نکړي د زيد پور د بکر پر ذمه د پخوا په شان پاتيږي .
خو که دوى دوه حواله قبوله کړي بيا زيد د بکر څخه مطالبه نسي کولاى ځکه پور يې د خالد و ذمې ته اوړي .
د الله رسول صلی الله علیه وسلم هغه غني ظالم بللى دى چي د پور د ادا کولو توان ولري او بيا هم پور تر خپل معياد ځنډوي .
خو که څوک بيا تنګ لاسي وي هغه ته پکار ده چي د توان مندلو تر مهاله مهلت ورکول سي .
که چا ته پر غني او اعتمادي کس څوک حواله ورکوي حواله دي ځني قبلوي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي